تازه خبرونه

د ملي وحدت حکومت د امنیت په ټینگَښت کې بې وسی دی- اسماعیل خان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د برښنا او انرژۍ پخواني وزیر اسماعیل خان په هرات کې د سلواغې د ۲۶ نېټې یوې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال د ملي وحدت حکومت د امنیت په ټینگَښت کې بې وسی ونوماوه.

نوموړي تېره ورځ په خپل کور کې د څه نا څه پېنځه زره کسانو په شتون کې ادعا وکړه، چې د ملي وحدت حکومت خلکو ته د خدمت توان نه لري.

هغه د دې حکومت وزیران دوه تابعیته” وگڼل او زیاته یې کړه، چې د ملي یوالي نوې کابینه کمونیسته او له هغو کسانو جوړه شوې،چې سره پوځ ته یې پر افغانستان د برید زمینه برابره کړې وه.

Trending

Exit mobile version