تازه خبرونه

د ملي وحدت حکومت د خلکو باور نه دی خپل کړی-محمد محقق

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 د اجرائیه ریاست دوه یم مرستیال وایي؛ د ملي وحدت حکومت نه دی توانیدلی، چې د خلکو باور خپل کړي.

 محمد محقق باوري دی، چې د سیاسي مشرانو خپلمنځي اختلافات کولی شي نظام راوپرځوي.

دوه کاله پوره کیدونکي دي، چې د ملي وحدت حکومت کار پیل کړی؛ خو د سیاسي کړکیچ ستونزه پیل شوې ده.

د اجرائیه ریاست دوه یم مرستیال محمد محقق دا دوه پديدې په تېرو ۱۵ کلونو کې اصلي ننګونې بللي دي.

پر ښاغلي کرزي د نیوکې تر څنګ اوسنی حکومت هم پړ بولي، چې په دې برخه کې یې ډېر کار نه دی کړی.

نوموړی سیاسي کړکیچ د ترهګرۍ او ناامنۍ له ستونزې هم خطرناک ګڼي او وایي، په نظام کې د لازم سیاست نه شتون به د خلکو ملا ماته کړي.

محقق له ولسمشر او اجرائیه رییس غواړي، چې شته کړکیچ ته پای ورکړي.

په تېرو  څو ورځو کې د ملي یووالي د حکومت د دوه مشرانو تر منځ لفظي ناندرۍ پیل شوي او اوس  نه ښکاري، چې دا ستونزه  به کله پای ته ورسیږي.

د یادونې وړ ده، چې دواړو مشرانو تېره ورځ یوه پیلیدونکې ناسته وکړه؛ اجرائیه رییس عبدالله عبدالله خپلې غوښتنې او پوښتنې ولسمشر غني ته وړاندې کړې.

ویل کیږي، چې ولسمشر غني به یې په اړه دوه نورې ناستې هم ولري. 

Trending

Exit mobile version