تازه خبرونه

د ملي وحدت حکومت د مشرانو ۱۷ ژمنې تر کره کتنې لاندې نیول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د مدني ټولنو نهو بنسټونو د ملي وحدت حکومت د مشرانو ۱۷ ژمنې څارلي او هغه یې تر کره کتنې لاندې نیولې دي.

د حکومت مشرانو د ټاکنیز کمپاین پر مهال او د ملي وحدت حکومت له جوړیدو وروسته خلکو ته ژمنې ورکړې،چې د مدني بنسټونو په باور حکومت د دې ژمنو په عملي کولو کې  تر یوه بریده پاتې راغلی دی.

د دوی په وینا؛ حکومت، په ټاکنیز نظام کې د سمونونو، د کانونو په استخراج او  په ځینو ولایتونو کې د وزارتونو تر منځ په نه همغږۍ تر کره کتنې او نقد لاندې راغی.

نهو مدني بنسټونو د دغو ژمنو اووه لس هغه تعقیب کړي دي.

مدني فعال تیمورحکیمیار وایي، د ملي وحدت حکومت د مشرانو په ځانګړي توګه د ولسمشر هغه ژمنې ، چې د ټاکنو په کمپایسن کې یې له ملت سره کړي؛ د دغو ۹ بنسټونو لخوا څارل شوي او تر کره کتنې لاندې راغلې دي.        

 د ملګرو ملتونو په چارو کې د ولسشر سلاکاره فرخنده زهرانادري وایي، هیله منه یم ، چې دا کره کتنه  یوازې حکومت راونه نغاړي، بلکې ورو ورو ځانونه تر دولته هم ورسوي.مونږ هیله من یو، چې ډژر ژر به د پارلماني ټاکنو شاهد هم وو.        

په ولسي جرګه کې د بدخشان استازې فوزیه کوفيپه ډاګه کړې، چې دا لکه لمر روښانه ده، چې په افغانستان کې هر څوک د خپلو خبرو مینان دي او خپلې خبرې روانې ساتي. کاش، چې اوس میرمن نادري ناسته وای او ورښودلي مو وای، چې له مدني ټولنو سره د ښځو د ځورونې او شرمولو په اړه  څومره همغږي وو.

ټاکنې او په ټاکنیزو کمیسیونونو کې اصلاحات هغه څه دي، چې حکومت یې په تړاو په ځلونو ژمنې کړي؛ خو په دې څېړنه کې ځینې خنډونه لکه دا، چې ولې د ولسي جرګې ټاکنې نه دي تر سره شوي، په ګوته شوي دي.

مخکې له دې هم د ملي وحدت حکومت د کورنیو او نړیوالو بنسټونو لخوا په شویو څېړنو کې نقد شوی دی.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version