تازه خبرونه
د ملي وحدت حکومت مشرانو د دوه یم پړاو خبرې کړي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي وحدت حکومت ولسمشرمحمد اشرف غني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله تېر ماښام د دوه یم پړاو مخامخ خبرې اترې تر سره کړې دي.
د افغان حکومت د مشرانو مخامخ خبرې په حکومت کې له روان سیاسي کړکېچ څخه پر وتلو او د دغه حکومت د جوړولو د هوکړه لیک پر پلي کیدو راڅرخیدلي دي.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ویلي؛ په دې لیدنه کې ولسمشر د ملي یوالي د روحیې پر پیاوړتیا او اوسنیو ستونزو، چې افغانان ورسره مخ دي خبرې کړي او ترې اړینې حللارې په ګوته شوې دي.
د ښاغلي فیص په وینا؛ په دې ناسته کې هوکړه شوې ، چې په راتلونکیو ورځو کې به نورې ناستې هم تر سره شي.
اجرائیه ریاست د دغې ناستې د جرئیاتو په اړه ویلي، چې دغه ناسته ډېره ښه تر سره شوې او د هېواد پرمهمو مسایلو په مثبته روحیه خبرې اترې تر سره شوې دي.
د حکومت د مشرانو تر منځ له سیاسي ناندرو وروسته دوه اوونۍ وړاندې د لومړنیو مرستیالانو په ګډون لومړنۍ ناسته شوې وه، چې په کې د دغه حکومت د هوکړه لیک په اړه غوښتنې او پوښتنې وړاندې شوې وې
دا په داسې حال کې ده، چې د مدني ټولنو ګډه کاري ډلې د ملي وحدت حکومت پر رهبرانو غږ کړی، چې ژر تر ژره اختلافونه حل او ملت د خپلو سیاسي غوښتنو قرباني نه کړي.