1393ټاكنې

د ملي وحدت کمیسیون په درې کمیتو کې د نوي حکومت پر جوړولو کار کوی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ملي وحدت کمیسیون له جوړیدو څلور ورځې تېرې شوي، چې په کې د ملي وحدت حکومت پر سیاسي جوړښت کار کوي.

د اصلاحاتو او همپالنې تیم په دې اند دی، چې:

 

د ملي وحدت کمیسیون د راتلونکي حکومت پر جوړښت، د ټاکنو پر وروستې نېټه او د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو پر نېټه خبرې کړي او هوکړې ته هم رسیدلي دي.

 

د اصلاحاتو او همپالنې تیم غړی فضل الرحمان اوریاوایي، په دې کمیسیون کې زړه راکښونکې سیاسي خبرې روانې دي او دا هیله هم رامنځته شوې، چې د کمیسیون د کار په پای کې به غوره پایله تر لاسه شي.

د کمیسیون او د اصلاحاتو او همپالنې د تیم غړي محمد ناطقي پخپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې:

له دغو درې کمیتو څخه د ملي وحدت، موخو او ماموریت کمیته گډ تعریف ته نږدې شوې او په ملي برنامه کې هیڅ ستونزه نشته؛ خو ډېره جنجالي کمیټه په کې د ملي وحدت حکومت د جوړښت کمیته ده. که څه هم په اصولو کې منل شوي، چې اساسي قانون، د چنگاښ د ۲۱ او د زمري د ۱۷ گډې هوکړې ، چې د اجرائیوي څوکۍ او اپوزیسیون رول په کې روښانه شوی، منل شوي دي.

د تحول او تداوم تیم غړی داود سلطانزوی وایي:

دمگړۍ د ملي وحدت کمیسیون د ملي وحدت حکومت پر تعریف کار کوي، چې ځانگړی تعریف ورته ومومي.

نوموړی ټینگار کوي، چې د ملي وحدت حکومت له تعریف پرته نور ټول کارونه بې پایلې دي.

د ټاکل شوي مهال وېش له مخې دا کمیته باید تر ۸ ورځو پورې خپل کار بشپړ کړي او د بحث پایله د تیمونو مشرانو ته وسپاري.

ولیدل شي، چې دا کمیته به ټاکل شوې دنده تر سره کړي او که نه.

Trending

Exit mobile version