تازه خبرونه

د ملي يووالي د حکومت د کال پوره کېدل او لاسته راوړنې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي یووالي د حکومت پرون یو کال پوره شو. پوښتنه دا ده چې د ملي یووالي حکومت په تېر یوه کال کې څه لاسته راوړنې لرلې. دلته د ملي یووالي د حکومت مهمو کارونو ته اشاره شوې.

ولسمشرۍ ماڼۍ ته د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني له ننوتو سره سم هغه د اجرايي ریاست د پوست جوړلو فرمان ورکړ او د ملي امنیت سلاکار له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ. له اداري فساد سره د مبارزې له پاره هم په لاندې توګه یو لړ ګامونه هم پورته شول. د کابل بانک دوسیه بیا پرانیستل شوه، د تدارکاتو د ملي کمېټې جوړول، د ښار جوړونې وزارت د شپږو ريیسانو محکمې ته معرفي کول او همداراز د ملي دفاع وزارت له تړونونو بیا څارنه.

له نړۍ سره د اړیکو د نوي فصل د پرانیستلو له پاره ولسمشر لومړی سعودي عربستان ته لاړ او هلته یې د حج مراسم په ځای کړل. ورپسې د سولې د پروسې د چټکولو له پاره چین ته لاړ او له دغه هېواد سره یې اقتصادي او سیاسي هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. نوموړی همداراز امریکا، پاکستان، ترکمنستان، چین، ایراناو هندته سفرونه وکړل او د افغانستان بهرنی سیاست یې په پنځو برخو ووېشه.

د ملي يووالی دولت همداراز د لندن، مونیخ، ناټو، سارک او د افغانستان پاکستان او چین په درې ا ړخیزو غونډو کې افغان پلاویو ګډون وکړ.

په کابل کې د سام او ریکا غونډې وشوې او د لومړي ځل له پاره افغان دولتي پلاوي په رسمي توګه له وسله والو طالبانو سره مخامخ د سولې خبرې وکړې، امنیتي مسولیتونه افغانانو ته وسپارل شول، د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون جوړ شو، د افغانستان د فضايي حریم چارې افغانانو ته وسپارل شوې او د طالبانو د مشر ملا محمدعمر د مړینې تاييد وشو.

په همدې توګه حکومت د قوانینو د عملي کولو له پاره هم یو لړ ګامونه واخیستل د بېلګې په توګه د پغمان د جنسي تېري د عاملینو اعدام، د حبیب استالف اعدام او د ريیس خدایداد اعدام، همدارنګه د افغانستان ا جرايي رییس د ملګرو ملتونو اویایمې غونډې ته تللی ترڅو د نړیوالې ټولنې ملاتړ را جلب کړي.

Trending

Exit mobile version