تازه خبرونه
د ملي پخلاینې عالي شورا د تخنیکي کمېټې دنده د اسلامي نظام تشریح او د سولې نقشه ده
د پخلاینې عالي شورا د تخنیکي کمېټې له جوړېدو وروسته دې کمېټې د سولې مرکچي پلاوي ته د اسلامي نظام د تشریح دنده پرغاړه اخیستې او د لارې د نقشې پر جوړولو یې کار پیل کړی دی.
د دې شورا یوه سلاکار آریانا نیوز ته ویلي، چې د دې کمېټې غړي د پوهنتون استادان، دیني عالمان او حقوق پوهان دي او هڅه کوي، چې د مرکچي پلاوي کاري لایحه هم جوړه کړي.
د ملي پخلاینې عالي شورا د سلاکار په خبره، د اسلامي نظام تشریح او د کاري کړنلارې چمتو کول د دې کمېټې له مسوولیتونو دي.
د پخلاینې عالي شورا ستر سلاکار سید اسحاق گیلاني ویلي؛ لومړی دا کمېټه پلاوي ته اسلامي نظام تشریح کوي او دوه یم پلاوي ته د لارې نقشه جوړوي، چې غړي یې حقوق پوهان، دیني عالمان او د پوهنتون استادان دي. که د مرکچي پلاوی په دوحه کې له کومې ستونزې سره مخ شي، دا کمېټه به بیا مشورې ورکوي.
د ولسمشر سلاکار نبي مصداق ویلي، چې د ۵۴ اسلامي هېوادونو نظامونه په بېلابېلو بڼو اسلامي دي؛ خو معلومه نده، چې طالبان د نظام کومه بڼه غواړي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر حکومت د خبرو له پیل مخکې د دوی پر ضد پر منفي تبلیغاتو تورن کړیاو څرګندوي، چې اسلامي نظام سپیناوي ته اړتیا نلري او د سولې خبرو یوه مهمه برخه به همدا مساله وي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ وایي: مونږ چمتوالی لرو، چې پر ټاکلې نېټې په خبرو کې ګډون وکړو او د اجنډا پر اړوند برخو بحث او خبرې وکړو.
د ولسي جرګې غړي محمد حنیف حنفي څرګنده کړې، چې دواړه لوري باید لومړی پر اوربند هوکړه وکړي.
ټاکل شوې، چې دواړه لوري راتلوونکې اوونۍ د قطر په دوحه کې د خپلمنځي خبرو دوه یم پړاو پیل کړي. په داسې حال کې، چې جمهوریت اوربند لومړیتوب ګڼي او امارت بیا اسلامي نظام.