تازه خبرونه

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر د سولې په اړه نوي دیلي ته سفر کړی

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۵, ۱۳۹۹)

په دې سفر کې به د ملي پخلاینې عالي شورا مشر د هند له چارواکو سره د افغان سولې بهیر پر ننګونو او لاسته راغلیو فرصتونو بحث او خبرې وکړي.

داکتر عبدالله عبدالله به په نوي دیلي کې د دوست هېواد هند له ولسمشر، لومړي وزیر، د بهرنیو چارو وزیر، د ملي امنیت شورا سلاکار او له نورو چارواکو سره وګوري.

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر هند ته له خپل سفر وړاندې ویلي؛ هند د افغانستان یو ډاډمن او وفادار ملاتړی دی، د بیا رغونې، اساسي پروژو پلي کولو، د ساختمانونو د جوړولو او د اوبو بندونو په جوړولو کې یې ګټوره پانګونه کړې ده.

عبدالله عبدالله د افغان سولې په برخه کې د هند رول مهم یاد کړ او څرګندوي، چې د سیمې هېوا ونو له ملاتړ پرته په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات ستونزمن دی.

داکتر عبدالله عبدالله په ډاګه کړې؛ افغانستان له نړۍ او په ځانګړي توګه د سیمې له هېوا ونو سره د متقابل احترام، ښو او نږدې اړیکو غوښتونکی دی.

د ملي پخلاینې عالي شورا رییس د سیمې هېوادونو ته د سفر په لړ کې تېره اوونۍ په اسلام آباد کې له پاکستانیو چارواکو سره لیدنې لرلې.

ویل کیږي، چې عبدالله عبدالله به په راتلونکیو ورځو کې ازبکستان، ایران، چین او ترکیې ته هم سفرونه ولري.

Trending

Exit mobile version