تازه خبرونه
د ملي پخلاینې عالی شورا کار یوازې سولې ته ځانګړی شوی – عبدالله عبدالله
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، چې دا شورا له حکومت سره هیڅ راز موازي چارې نه تر سره کړي.
د مصالحې عالي شورا د پرمختیا او نړیوالو مرستو د جلبولو کمیسیون د جوړولو په غونډه کې ویلي، چې د مصالحې عالي شورا او دا کمیسیون به له حکومتي ادارو سره موازي کارونه پر مخ نه وړي.
دا کمیسیون د ملي پخلاینې عالي شورا د مشر پر وړاندیز او د ولسمشر د فرمان له مخې جوړ شوی او دنده لري، چې د افغان سولې لپاره نړیوالې مرستې همغږې کړي.
د ملي پخلاینې عالي شوری مرستیال عطا الله سلیم، چې د دې کمیسیون ریاست پر غاړه لري وايي؛ د لیندۍ په میاشت کې دې کمیسیون د مرستندویانو پر نوملړ او کړنلارې جوړولو کار پیل کړی و.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم د دې کمیسیون غړیتوب لري.
د دې وزارت مرستیال عبدالله خنجاني ویلي؛ دا کمیسیون باید د سولې لپاره آسانتیاوې برابرې کړي.
د مالیې وزارت مسوولینو ويلي، چې که په افغانستان کې سوله هم وشي؛ دا هېواد به لس کاله د نړیوالو مرستو ته اړ وي.
د مالیې وزارت مرستیال نذیر کبیري وايي، چې افغانستان د کال اته میلیارډ ډلر د بودجې کسر لري.
د ملي پخلاینې عالي شوری په داسې حال کې د نړیوالو مرستو د جلبولو کمیسیون جوړ کړ، چې ولسي جرګه دا شوری ځانګړي بودجوي جوړښت نه ګني او په بودجه کې یې له ځانګړیو شویو اته میلیارډ افغانیو سره مخالفت ښودلی دی.