تازه خبرونه

د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ پلاوي د قوس‌تېپې کانال د دوه‌ییم پړاو له کاري بهیره لیدنه وکړه

Published

on

د ملي پرمختیا شرکت اجرائيه مشر عبدالرحمن عطاش د هېواد شمال ته د خپل سفر په لړ کې د قوش‌تېپې کانال د دوه‌ییم پړاو له عملي کار څخه لیدنه وکړه او د دې پروژې ولایتي مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د کېندنې چارې دې چټکې شي.

د قوش‌تېپې کانال دوه‌ییم پړاو، چې ۱۷۷ کیلومټره اوږدوالی لري؛ د بلخ ولایت له دولت‌آباد ولسوالۍ څخه یې کېندنه پیل شوې او څو لوی پلونه به هم پرې جوړ شي، چې بېلابېلې ولسوالۍ له دې لارې سره ونښلوي.

د قوش‌تېپې د ستر کرنيز کانال د دوه‌یيم پړاو د کېندلو کار به په راتلونکي کال کې بشپړ شي.

دغه راز د ملي پراختيا شرکت عمومي مشر د قوش‌تېپې کانال د سر‌بند له کاري بهيره د څارنې پرمهال  مسوولانو، انجنيرانو او کارکوونکیو ته د سپارښتنې پرمهال ویلي؛ سر‌بند د قوش‌تېپې کانال يوه بنسټیزه او مهمه برخه ده، چې په جوړولو کې يې بايد له زياتې پاملرنې کار واخلئ او هرڅومره ژر، چې ممکنه وي د بشپړولو لپاره یې نه ستړی کېدونکی کار هم وکړئ.

د یادونې ده، چې د قوش‌تېپې کانال د افغانستان تر ټولو لویه کرنیزه او ملي پروژه ده.

Trending

Exit mobile version