سیمه ییز خبرونه

د ملي پوليسو ۱۹۱ افسرانو د فراغت سندونه تر لاسه كړل

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ملي پوليسو د ځانگړيو ځواكونو د قطعاتو له  تعلمي مركز څخه ۱۹۱ افسرانو د فراغت سندونه تر لاسه كړل.

د ملي پوليسو د ځانگړيو ځواكونو عمومي رييس اسد الله شېرزاد وايي:

د ملي  پوليسو د ځانگړيو ځواكونو د قطعاتو تعليمي مركز، د فراغت د پېنځم پړاو شاهد و.

د نوموړي په وينا، د امنيت ټينگښت، له ترهگرۍ سره مبارزه او په هېواد كې د اساسي قانون پلې كيدل د دغو افسرانو له كاري لومړيتوبونو څخه شمېرل شوي دي.

هغه په ډاگه كړه، چې دغه افسران به د هېواد په بېلابيلو ولايتونو كې پر دندو وگمارل شي.

د ځانگړيو ځواكونو عمومي رييس اسد الله شېرزاد وايي، چې د ملي پوليسو ځانگړي ځواكونه د راتلونكيو ټاكنو لپاره د ډاډ وړ چمتوالى لري.

د ملي پوليسو ځانگړي ځواكونه له ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه كې تر ټولو پېچلې او سختې دندې تر سره كوي.

د ټاكنو تر سره كيدل او له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو سرتېرو وتل هغه آزموينې دي، چې افغان امنيتي ځواكونه يې په مخ كې لري .

د روان ميلادي كال تر پايه به نړيوال ځواكونه له افغانستان څخه ووځي او په ځاى به يې افغان امنيتي ځواكونه د امنيت مسووليت په غاړه ولري؛ خو له افغان امنيتي ځواكونو څخه د ملاتړ څرنگوالى د كابل واشنگتن تر منځ د امنيتي تړون له لاسليك سره تړاو لري.

Trending

Exit mobile version