تازه خبرونه

د ملي یووالي حکومت باید د امتیاز غوښتنې وسیله ونه ګرځي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د ملي وحدت حکومت یو داسې حکومت بولي، چې په هغه کې د ټولو خوواوو سیاسي مشارکت تضمین شوی وي.

وروسته له دې، چې د دواړو نوماندانو ترمنځ د راتلونکي دولت په اړه سیاسي تفاهم ترسره شو او هغوی د هر یو بریا په صورت کې د ملي یووالي دولت په اړه سره سلا شول.

خو اوس هم لیدل کېږي، چې د دواړو ټاکنیزو ډلو او خلکو ترمنځ د ملي یووالي دولت جوړښټ اوڅرنګوالی په اړه وضاحت شتون نلري.

د سیمه ایزو مطالعاتو مرکز مشر عبدالغفور لیوال د ملي یووالي حکومت د کړکېچ نه د وتلو یو عبوري دولت بولي خو وایي، که څه دا تعریف په افغانستان کې بل ډول شوی خو باید ورسره د ملي مشارکت د ټینګښت لپاره هڅه وشي.

په ورته وخت کې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد فیض الله جلال وايي، د ملي یووالي دولت یو ټولیز دولت وي خو د نوماندانو ترمنځ د ترسره شوې تفاهم له مخې د ملي یووالي حکومت لپاره د اړینو عناصرو شتون بشپړ نه بولي او وایي، باید نوي څېرو او نخبه ګانو ته اجازه ورکړل شي، چې د بشپړ رښتینولي او تخصص او ژمنتیا سره د هېواد چارې پرمخ یوسي.

د حقوقو او سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزی بیا د ملي یووالي دولت یو ائتلافي دولت ګڼي او دا دولت هغه مهال ښه بولي، چې پکې ملي ګټې تعریف او سياسي پیاوړي اخلاق شتون ولري.

دا کارپوهان همدارنګه وایي، هر ډول سیاسي تفاهم چې ترسره کېږي باید د ټاکنو پایلو پربڼست وي او د افغانستان د قوانینو په چوکاټ کې وي که نه نو د ټاکنو بهیر به بیا هم د ابهام په چوکاټ کې پاتې شي.

Trending

Exit mobile version