1393ټاكنې

د ملي یووالي حکومت جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د ولسمشر کرزي؛ لوړپوړو دولتي چارواکو او جهادي شخصیتونو پر وړاندې د ملي یووالي حکومت جوړولو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د سیاسي خبرو په پاېله کې د کاندیدانو تر منځ لاسلیک شوي هوکړه لیک د ټاکنو په سور تنور اوبه توی کړې.

د یکشنبې په ورځ (د وږي ۳۰) دواړو کاندیدانو د هوکړه لیک پر داسې متن لاسلیک وکړ، چې له مخې به یې د ملي وحدت حکومت جوړېږی.

ولسمشر حامد کرزی که څه هم د کاندیدانو تر منځ په وروستي هوکړه لیک کې ځان ښکېل نه بولي خو زیاتوي چې د ملي وحدت له حکومت سره به همکار پاتې شي.

وېل کېږي په دې هوکړه لیک کې اووه برخې دي، چې لومړنۍ برخه يې د اساسي قانون د تعدیل لپاره د لویې جرګې رابلل او د اجرايوي پوست رامنځته کولو ته ځانګړې شوې ده.

دغه برخه شپږ مادې لري، چې له مخې یې ولسمشر مکلف دی، په دوو کلونو کې د اجرایوي پوست د جوړولو لپاره را وغواړي.

په دې هوکړه لیک کې ولسمشر ژمن بلل شوی، چې د اساسي قانون د تعدیل د مسودې لپاره به کمیسیون جوړوي، د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به کېږي، برېښنايي تذکرې به وېشل کېږي او د حکومت د تشکیلاتو قانون به عملی کېږي.

د هوکړه لیک په دویمه برخه کې د اجرايوی ریاست پوست واکونو ته اشاره شوې ده.

د دویم کاندید په وړاندیز او د ولسمشر په فرمان به اجرایوي پوست د اجرايو لومړي وزیر له واکونو سره را منځته کېږی او اجرایوي رئیس به ولسمشر ته ځواب ویونکی وي.

اجرایوي رئیس به په دوه اړخیزو پرېکړو کې له ولسمشر سره په غونډو کې ګډون کوي.

اجرایوي رئیس به د هغو پالیسیو د تطبیق دنده لري، چې په کابینه کې یې په باب پرېکړه کېږي.

د وزیرانو شورا اوونیزه غونډه او د فرعي کمېټي غونډه هم د اجرایوي رئيس تر ریاست لاندې، کېږي.

اجرایوي رئيس به دوه مرستیالان لري او په ورته وخت کې به د ملی امنیت شورا غړی هم وي.

د دغه هوکړه لیک دریمه برخه په لوړو پوستونو ګومارنې ته ځانګړې شوېده. ولسمشر او اجرایوي رېيس د کلیدي امنیتی پوستونو لپاره د کدرونو د انتخاب لپاره مساوي صلاحیت لري.

Trending

Exit mobile version