تازه خبرونه

د ملي امنیت له سرتېرو سره ښځې هم په شپنیو عملیاتو کې برخه اخلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کابل ښار په څنډو کې د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د داعش او طالبانو د ځپلو لپاره شپني عملیاتو پیل کړي، چې په کې یوې افغان میرمنې هم برخه اخیستې ده.

د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه په کابل ښار کې د امنیت د ټینګښت لپاره د دولت وسلوال مخالفین ځپي او اوړمه شپه(د زمري ۱۹) یې د کابل ښار د کمپنۍ په اړوند سیمه کې شپني عملیات پیل او د یو وسلوال طالب کور ته د هغه د نیولو په موخه ورغلل، چې د میدان وردګ اصلي اوسیدونکی دی.

د اختر د لومړۍ شپې عملیاتو اته ساعته وخت نیولی دی.

په عملیاتو کې امنیتي ځواکونو څلور میله کلاشینکوفونه او څو شاجورونه ترلاسه کړي دي.  

خلک وايي، د کابل ښار او په ځانګړې توګه د کمپنۍ په سیمه کې ډېر وسلوال مخالفان پراخ شتون لري؛

وسلوال طالبان په دې سیمه کې پر موترسایکلونو ګرځي او حکومتي سرتېري پر نښه کوي.  

په دې عملیاتو کې څلور کورونه د طالبانو او داعشیانو د نیولو په موخه پلټل شوي دي.

د تېرې شپې په تر سره شویو شپنیو عملیاتو کې یوې میرمن شجاع نومې هم  پراخه ونډه درلوده. دې میرمنې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د تلاشۍ، کشف او د تورنو کسانو د نیولو دنده ترسره کړې  او د داعش څو ښځینه غړې یې نیولې دي.

نوموړې دېرش کاله مخکې د داکتر نجیب په حکومت کې دنده پیل کړې او بیا د طالبانو د واکمنۍ له ځپلو راپدیخوا په دې اداره کې کار کوي.  

ملي امنیت ځانګړي ځواکونه د ښځو په ګډون په پام کې لري؛ دا ډول عملیات د کابل په بېلابېلو سیمو کې ترسره کړي، چې د ترهګرو ډلو د فعالیت مخه ونیول شي.

د ملي امنیت کارکوونکې میرمن شجاع، چې په دې عملیاتو کې له خپلو ملګرو سره د وسلوالو طالبانو په نیولو پسې راوتلې؛ هیله لرې، چې لور یې هم په ملي امنیت کې دنده دنده تر سره کړي.

په دې وروستیو کلونو کې افغان امنیتي ځواکونه د ښځو له ونډې برخمن شوي؛ خو د دندې پر مهال د هغوی د ځورولو د راپورونو له کبله اوس هم ډېرې ښځې زړه نه ښه کوي، چې په امنیتي بنسټونو کې دندې تر سره کړي.

خبریال: سیمع جهیش

Trending

Exit mobile version