تازه خبرونه
د ملي شورا د تورو ښیښو لرونکیو موترو پلټنې غبرګونونه راپارولي
له هغې وروسته، چې پولیسو د ذرې او تورو ښیښو موترو په تړاو پلټنې پیل کړې او په لومړي سر کې یې د ملي شورا د غړیو موتر وپلټل؛ نو دې کار د ولسي جرګې د غړیو غبرګونونه راوپارول.
د ولسي جرګې یو شمېر غړيو ویلي، تر هغې، چې حکومت قانون ته ژمن نه وي؛ د حکومت مسوولین څرنګه د ملي شورا غړي قانون ماتوونکي یادوي.
په ولسي جرګه کې د بدخشان استازي عبدالرووف انعامي ویلي؛ د ملي امنیت سلاکار د ملت استازي د قانون منلو ته رابللي. په داسې حال کې، چې ولسمشر قانون مات کړی او دغې قانون ماتولو د نظام جوړښت ګډوډ کړی دی.
دوی وایي؛ حکومت باید ثابته کړي، چې د ملي شورا کوم استازی مجرم دی.
په ولسي جرګه کې د کاپیسا استازي میرداد نجرابي ویلي؛ هغه تورونه، چې پر استازیو لګیدلی خلکو ته باید روښانه شي او له دسیسو جوړولو دې ډډه وشي. راشئ ښکره کړئ، چې د کوم استازی مجرم دی.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال تینګار کړی؛ پولیس واک لري، چې د ولسي جرګې د غړیو موتر وپلټي؛ خو باید د هېواد مشران توهین نشي.
د ولسي جرګې لومړی مرستیال امیرخان یار ټینګار کړی، چې امنیتي ځواکونه مو ویاړ دی او حق لري، چې موتر وپلټي؛ خو پولیسو ته هم د بې پتۍ حق نه ورکوو که څه هم هر څوک وي. په خواشینۍ، چې د پلټنې پر ځای بې پتي پیل شوې ده.
د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، چې د و ج او م ج پلیټونو لرونکي موترننګونه ده؛ خو په خبره یې حکومت دې د دې وسایطو د قانوني کولو لپاره یوه حل لار تر لاس لاندې ونیسي.