تازه خبرونه

د ملي امنیت مرستیال ادیب فهیم استعفا ورکړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست لومړي مرستیال ادیب فهیم د پنجشنبې پر ورځ( د لړم ۳۰) سهار مهال خپله ګوښه کیدنه په ډاګه کړه.

ادیب فهیم د خپلې منظور شوې استعفا لیک یوه کاپي په خپل رسمي تویتر کې خپره کړې، چې په کې راغلي؛ هغه د ځینو شخصي ستونزو له کبله کوښه شوی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني د هغه ګوښه کیدنه منلې ده.

ښاغلی ادیب فهیم د مرحوم مارشال محمد قسیم فهیم زوی دی، چې د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې د خپل پلار له مرګ وروسته د ملي امنیت د رییس په توګه وټاکل شو.

د هغه پلار، محمد قسیم فهیم له ۲۰۰۲  څخه تر ۲۰۰۴ او بیا له ۲۰۰۹ څخه تر مرګه پورې د افغانستان د ولسمشر د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.

مارشال فهيم  له طالبانو سره د جګړې وروسته د مارشالۍ وياړلي لقب ترلاسه کړی، چې په افغان اردو کې ترټولو لوړه رتبه ده.

Trending

Exit mobile version