تازه خبرونه
د ملي وحدت حکومت د امنیت خوندي کولو لپاره ګټور پروګرامونه نه لري
په ولسي جرګه کې نن د ناامنیو پر پراختیا او د ترهګرو د فعالیتونو پر زیاتوالي خبرې راوڅرخیدې او یو شمېر غړي یې وایي، چې حکومت د هېواد په ځانګړي توګه د کابل د امنیت خوندي کولو لپاره ګټور پروګرامونه ترلاس لاندې نه لري؛ ځکه، نو ترهګر خپلو موخو ته په آسانه لاسرسی پیدا کوي.
په ولسي جرګه کې د کونړ استازې وږمه ساپۍ وایي؛ په داسې حال کې، چې حکومت د پلازمېنې د امنیت د تامین په برخه کې ناتوانه دی، څرنګه کولی شي، امنیت د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې خوندي کړي.
په ولسي جرګه کې د میدان وردک استازی غلام حسین ناصري وایي، که د ترهګرو د بریدونو د مخنیوي لپاره ګټور پروګرام عملي نه شي؛ د ناامنيو سیمه به نوره هم پراخه شي.
د بلخ استازی عبدالرحمن رحماني وایي، پر خلکو هر برید له خدای او اسلام سره څرګنده دښمني ده.
د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي ترهګر د خدای او اسلام دښمنان بولي او له حکومت غواړي، چې د خلکو د امنیت ساتنې لپاره عملي پروګرامونه تر لاس لاندې ونیسي.
د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، چې ترهګر د خلکو د ویرولو لپاره له هر غوراوي کار اخلي او اړتیا ده، چې له امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري ډېره شي او دا به د ناامنیو په کموالي کې ګټور اقدام وي.