تازه خبرونه

د ملي امنیت له بنده درې ترکان او یو افغان خوشې شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

لویه څارنوالي د افغان ترک د پروګرامونو همغږۍ کوونکی یلماز آیتن، د کابل په مکروریان کې د یوه رستورانت مسوول سامي یاوز او  فاتح او هم د دریو ترکو ښوونکیو له خوشي کیدو خبر ورکړ او وایي، چې دري ترکي ښوونکي به د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې وي، چې ونه تښتي.

د لویې څارنوالۍ ویاد جمشید رسولي که څه هم د دغو کسانو د نیولو د لامل په اړه څه نه وایې؛ خو د افغان ترک عمومي ریاست مرستیال احمد فواد حیدري بیا د حکومت دغه کار د دغه ښوونځي د زدکوونکیو پر وړاندې سیاسي چلند بولي.

نوموړی زیاتوي؛ له نیول شویو کسانو څخه درې کسه خوشې شوي، چې دوه یې ترکان دي او یو یې افغانن دی.

هغه زیتوي؛ هیله من یم، چې یو بل استاد مو ژر خوشې شي.

په افغان ترک کې د والدینو د کمیتې غړی فضل احمد معنوي وایې؛ حکومت پرېکړه کړې، چې دغه ترکي وګړي انقرې ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه اوونۍ وړاندې د افغان- ترک د لیسو دوه ښوونکي، د کابل ښار په مکروریان سیمه کې د یوه رستورانت مسوول له یو تن افغان وګړي سره ونیول شول؛ خو تراوسه د نیولو علت یې نه دی په ډاګه شوی.

Trending

Exit mobile version