تازه خبرونه

د ملي اردو پوځیانو په لومړي ځل شپني عملیات تر سره کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي دفاع وزارت وایي، د ملي اردو پوځیانو په لومړي ځل د سوپرتوکانو الوتکو پر مټ شپني بریدونه تر سره کړل، چې په کې د طالبانو د رورګان یو مرکز ویجاړ شوی دی.

د افغانستان ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د ملي اردو لومړنی هوایي ماموریت په روزګان ولایت کې د طالبانو پر یو مرکز تر سره شوی، چې په د ملي اردو ځواکونو سوپر توکانو الوتکې د شپني عملیاتو لپاره وکارولې.

د ملي دفاع وزارت ویلي، چې د ملي اردو د تلفاتو د کمیدو لپاره هوایي بریدونه دوه برابره ډېر شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید وایي: د نورو الوتکو پلوتانو ته هم د زدکړو بهیر روان دی، چې دوی هم د دښمن پروړاندې بریالي شپني بریدونه تر سره کړي.          

له دې مخکې افغان ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې یو لړ محدویتونه درلودل او تر ډېره پر بهرنیو ځواکونو تړلي وه.

پخواني پوځیان دا عملیات د ځواکونو د تلفاتو د کموالی لپاره اغېزمن ګڼي او وایی، مخکې هم د MD-530 الوتکو او بلک هاک چورلکو پر مټ ورته بریدونه شوي دي.

پخوانی پوځي محمد رادمنش وایي: د عصري پوځي ځواک کارول به دښمن قانع کړي، چې جګړه ورته ګټه نه رسوي او دا بریدونه به یې اړ کړي، چې سیاسي بهیر ته مخ راوګرزوي.           

سیمه ییز چارواکي وایي، له څه وخت راپدیخوا په فراه، روزګان، غزني، هلمند او څو نورو ناامنو ولایتونو کې د وسلوالو مخالفانو پر ضد هوایي بریدونه تر سره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان ځواکونه اوس هم پرمختللیو هوایي تجهیزاتو ته لاسرسی نلري او د عملیاتو د تر سره کیدو لپاره پر بهرنیو ځواکونو تړلي دي. په روان کال کې د ملي اردو شاوخوا لس چورلکې د تخنیکي نیمګړتیاوو او یا هم د طالبانو لخوا سقوط شوي دي. کومې پېښې، چې په کې پوځیان او پیلوتان هم قرباني شوي دي.

خبریال: شاهپور فرهمند

Trending

Exit mobile version