تازه خبرونه
د ملکي خدمتونو د کارکوونکیو معاشونه ۲۰۰۰ افغانۍ زیاتیږي
ولسي جرګې او مالیې وزارت د چارشنبې پر ورځ( د سلواغې ۲۹)هوکړه کړې، چې د ټيټ پوړیو دولتي مامورینو او ښوونکیو معاشونه به دوه زره افغانۍ لوړیږي.
ولسي جرګې او د مالیې وزارت د نوي مالي ۱۴۰۰ کال د ملي بودجې د لانجمنې برخې پر سر هوکړې ته ورسیدل. د دغې هوکړې له مخې؛ د ۱۴۰۰ لمریز هجري کال د وري له میاشتې د ټيټ پوړیو دولتي مامورینو او ښوونکیو په میاشتنيو معاشونو کې ۲۰۰۰ افغانۍ ډېروالی راځي.
د ولسي جرګې د بودجې او مالي چارو کمیسیون څرګنده کړې، چې په معاشونو کې دا ډېروالی د ۱۴۰۰ لمریز هجري کال د وري له میاشتې پیلیږي.
د ولسي جرګې د بودجې او مالي چارو کمیسیون مشر میر افغان ساپي ویلي: د معلم، اجیر او ټیټ پوړیو مامورینو معاشونه د ۱۴۰۰ لمریز هجري کال د وري له میاشتې ډېر شوي دي.
د ولسي جرګې د بودجې او مالي چارو کمیسیون منشي سید عظیم کبرزاني ويلي، چې دوه ځله په جرګه کې د بودجې له ردیدو وروسته دواړو خواوو نرمښت وښود او د ستونزې یوه برخه حل شوه.
دغه راز مالیې وزارت ويلي، چې په قوانینو او لوایحو کې له لازمو بدلونونو وروسته به د ټیټ پوړیو چارواکو او ښوونکیو معاشونه لوړ شي.
ماليې وزارت مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ له ولسي جرګې غوښتې، چې د نوي مالي کال بودجه دې ژر تر ژره تصویب کړي.
ولسي جرګې دوه وارې د نوي مالي کال په ملي بودجه کې د مساواتو د نشتوالي او اختیاري کودونو ته د ډېرو پیسو د بېلولو له کبله رد کړې وه.اوس ولیدل شي، چې ولسي جرګه او حکومت به پر نورو اختلافي برخو هوکړې ته ورسیږي او که نه!
