سوداگري
د ملکیت د حقونو د لرلو لپاره د افغان میرمنو هڅې روانې دي
نړیوال بانک په ډاګه کړې؛ د افغانستان د ځمکو اداره کولو پروژې د ځمکو لرونکیو ته د ملکیتونو د سند وېش پیل کړی، چې د ښځو د ملکیت حق لرلو ته لومړیتوب ورکړ شوی دی.
د نړیوال بانک د راپور له مخې؛ د افغانستان د قوانینو پر بنسټ میرمنو او نرینه وو ته د ځمکې او ملکیت د لرلو مساوي حقونه ورکړ شوي؛ خو ناپوهي، د قانون نه پلي کېدو او ځانګړیو دودونو افغان میرمنې د ملکیت له حقونو بې برخې کړي دي.
د سرچینې موندنې ښیي؛ په افغانستان کې له پېنځه سلنې لږ ملکیتونه د ښځو پر نوم ثبت شوي دي.
د ملکیتونو ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري ارزښتونو ته د لاسرسي لپاره میرمنې اړتیا لري، چې د خپلو ملکیتونو سندونه تر لاسه کړي.
د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي، چې د ځمکې یا نورو ملکیتونو له لرلو د ښځو بې برخې کول به هغوی په سیاسي او اقتصادي ډګره لرې کړي؛ په کور او ټولنه کې به یې پر پرېکړو محدودیتونه نور هم محدود کړي.
د ښار جوړونې او ځمکې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د ځمکو اداره او ثبتولو ته لاسرسی په ځانګړي توګه د میرمنو لپاره ښه شوی دی.
د یو شمېر ادارو او د نړیوال بانک د مالي ملاتړ پر بنسټ دې پروژې تراوسه ۳۴۳۷۰ کسانو ته د ملکیت سندونه ورکړي، چې له نیمایي ډېر یې د ښځو پر نوم دي.
دغو ټولنیزو نوښتونو له ډېری افغان میرمنو سره مرسته کړې، چې د دوی پر نوم ثبت شوي ملکیتونه د له تېري او شخړو وژغورل شي او دغه راز کولی شي خپل ملکیتونه د قانوني اسنادو له مخې خپلو ماشومانو ته ولېږدوي او هغوی له بې کوره کیدو څخه خوندي کړي.
نړیوال بانک زیاته کړې، چې د دغه نوي قانوني چوکاټ له مخې نرینه اړ شوي، چې په دولتي ملکیتونو کې د خپلو میرمنو نومونه هم ولیکي.
د یادونې ده، چې اوسمهال په اته ولایتونو کې د میرمنو لپاره د ملاتړ دفترونه جوړ شوي او ښځینه د ملکیت سند تر لاسه کولو لپاره هڅوي.