تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو اقلیمي بدلون غونډې ته باید د اسلامي امارت استازی بلل شوی وای – سایق

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۳, ۱۴۰۲)

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ویلي؛ دا، چې افغانستان له اقلیمي بدلون  څخه یو اغېزمن شوی هېواد دی، نو باید د اسلامي امارت استازی د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنفرانس ته رابلل شوی وای.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند جانان سایق په یوه ویدیويي څرګندونه کې، چې د یکشنبې پر ورځ خپره شوې ویلي؛ که دې غونډې ته د اسلامي امارت استازی ور‌بلل شوی وای، نو د اقلیمي بدلون د ستونزې پر حل یې خبرې لرلې.

جانان سایق وایي: د اقلیمي بدلون له کبله په وروستیو کلونو کې سیلابونو او وچکالیو خلکو ته ګڼ انساني او مالي زیانونه اړولي دي. د حکومتي او ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ تېر کال نږدې شل میلیون وګړي د بې‌وزلۍ، طبیعي پېښو، وچکالۍ، سیلابونو او زلزلو له کبله سخت اغېزمن شوي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاته کړې؛ هغو هېوادونو ته باید مالي سرچینې برابرې شي، چې له اقلیمي بدلون سره په مبارزه کې اړینې هڅې تر سره کوي.

د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو اته‌ویشتم کنفرانس څلور ورځې مخکې په دوبۍ کې پیل شوی اوېد دسمبر تر ۱۲ به روان وي.

یوناما د تېرې جمعې پر ورځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړه، چې افغانستان باید راتلونکی کال له دې خبرو بې برخې پاتې نه‌شي.

Trending

Exit mobile version