تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت ناسته کوي
(Last Updated On: کب ۱۰, ۱۴۰۰)
ټاکل شوې، چې نن له غرمې وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) څرګنده کړې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز به د غونډې ګډونوالو ته د دغه هېواد په اړه خپل راپور وړاندې کړي.
ډیبرا لاینز له دې مخکې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې جوړولو په اړه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي مولوي امیرخان متقي سره خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ بولي او څرګندوي، چې د اقتصادي سکتور د پیاوړتیا او دغه هېواد ته د بشري مرستو د جلبولو لپاره پراخې هڅې روانې دي.