تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

Published

on

(Last Updated On: تله ۴, ۱۴۰۲)

ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د افغانستان او په ځانګړي توګه د ښځو د وضعیت په اړه خپلې درې میاشتنۍ ارزونې دې شورا ته وړاندې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ چارسمبالی نصیر احمد فایق او د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره سیما باهوس هم د غونډې ګډونوالو ته خپل معلومات وړاندې کوي.

اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې غونډې د ترسره کیدو په غبرګون کې څرګنده کړې؛ افغانستان مشروع نظام لري، امنیت او ثبات یې تامین کړی او حق لري، چې په امنیت شورا کې خپل استازي ولري او دا شورا باید پر افغانستان لګولي بندیزونه لرې کړي او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ  ازادې کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي درې میاشتې مخکې امنیت شورا ته په خپل راپور کې ویلي وه، چې که اسلامي امارت غواړي د نړیوالې ټولنې برخه شي باید د بشري حقونو د خوندیتوب له پاره ګامونه پورته کړي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو په ۷۸ عمومي اسامبله کې د اسلامي هېوادونو په ګډون د ګڼو هېوادونو مشرانو او د بهرنیو چارو وزیرانو له اسلامي امارت غوښتي وه، چې ژر تر ژره دې د ښځو پر کار او د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه لرې کړي او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې پرانیزي.

اسلامي امارت ویلي؛ د ملګرو ملتونو غوښتنې یې نه‌دي رد کړي او امارت هڅه کوي، چې د ستونزو د حل لاره ومومي؛ خو هېوادونه باید د ښځو مسله د وسیلې په توګه ونه‌کاروي او په مستقیمه توګه دیپلوماتیکې لارې پرانیزي، چې د اختلافونو او ستونزو د حل په اړه خبرې وشي.

Trending

Exit mobile version