تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو پر وړاندې د بندیزونو کمېټې مشري هند ته سپارلې
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هند د طالبانو د بندیزونو کمېټې د مشر په توګه ټاکلی دی.
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي ټس تیرمورتي ویلي؛ دا کمېټه د نوي ډیلي لپاره لومړیتوب لري او هند باوري دی، چې د افغانستان د سولې بهیر له تاوتریخوالي سره مخکې تلای نشي.
تیرمورتي وایي: د طالبانو پر وړاندې د بندیزونو کمېټه تل د هند لپاره لومړیتوب دی او مونږ یو سوکاله، سوله ییز افغانستان ته ژمن یو. دمګړۍ مونږ د تروریستانو او تخریب کوونکیو پر شتووالي، چې غواړي د افغانستان د سولې بهیر ګډوډ کړي راڅرخو.
دغه راز د قطر هېواد په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان جمهوریت او امارت پلوي تخنیکي او کاري کمېټې به د شنبې پر ورځ د خپلمنځي خبرو د دوه یم پړاو د اجنډا لپاره پر وړاندیز شويو مسلو خبرې پیل کړي.
ویل کیږي، چې اوربند د جمهوریت غوښتونکیو او د راتلونکي سیاسي بڼه د طالبانو لپاره لومړیتوب دی.
په امریکا کې د افغانستان سفیرې رویا رحماني ویلي؛ لومړی له هرڅه اړینه داده، چې د خبرو لپاره پر څه هوکړه کیږي. که د خبرو پایله عملي وي او د خلکو اراده، غږ او اړتیاوې پوره کړي؛ بریالۍ کیږي. د افغانستان خلک د بیان آزادي، سوله ییز او له عدم تشدد برخمن ژوند غواړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په کابل کې له حکومتي چارواکو او سیاستوالو سره خبرې او د خپلو لیدنو په بهیر ې یې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته د پخلاینې عالي شورا د غړیتوب وړاندیز کړی دی.
دا په داسې کې ده، چې یو شمېر سیاسي ګوندونو د حزب اسلامي، جمعیت اسلامي او افغان ملت په ګډون د لنډمهاله حکومت د جوړولو غوښتنه کړې؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ د داسې حکومت له رامنځته کیدو سره مخالفت په ډاګه کړی دی.
