تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چارشنبې پر ورځ د افغانستان په اړه غونډه کوي
په امنیت شورا کې به د افغانستان په اړه یو پرانیستې او توجیهي ناسته او له هغې وروسته به د افغانستان په اړه نظرونه وړاندې شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو مشره به سبا د وږي پر ۲۸ / د سپټمبر ۱۸ د افغانستان د وضعیت په اړه امنیت شورا ته راپور وړاندې کړي.
په امنیت شورا کې به د افغانستان په اړه یو پرانیستې او توجیهي ناسته او له هغې وروسته به د افغانستان په اړه نظرونه وړاندې شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او د ښځو لپاره د دې ټولنې اجرائیه رییسه سیما باهوس به د افغانستان پر وضعیت خپل راپور وړاندې کړي.
له دې غونډې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په اړه خپل درې میاشتنی راپور خپور کړی دی. په دې راپور کې راغلي؛ د تېر کال د همدې مودې پر پرتله امنیتي پېښې زیاتې شوي، پر ښځو محدودیتونه ډېر شوي او تر ۲۴ میلیون ډېر کسان اوس هم بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي دا هم ویلي، چې د اګست تر دېرشمې له افغانستان سره د اړتیا وړ ۲ اعشاریه ۹ میلیارډ ډالرو مرستو یوازې ۲۴ اعشاریه ۹ سلنه مرستې شوې دي.
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان له دې غونډې تمه لري، چې د ښځو بشري وضعیت به ښه شي.
اسلامي امارت تمه لري، چې د اوتنبایوا راپور به د افغانستان واقعیتونه منعکس کړي او د کوچنیو مسایلو له توجیه کولو به ډډه وکړي.
