سیمه ییز خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه چاودنه وغندله چې موخه یی د هند کونسل ګري وه
د ملګرو ملتونو امنيت شورا په جلال اباد ښار کې هغه چاودنه وغندله، چې موخه يي د هند كونسل ګرۍ وه، په دې چاودنه كې، چې د شنبې په ورځ ( د زمري ۱۲ ) تر سره شوه، نهه عام وګړي ووژل شول او تر دوه ويشتو نور ټپيان شول.
د امنيت شورا د پنځلسو غړو هېوادونو استازو وويل، دې بريد وښوده، چې افغانان د القاعدې او نورو بنسټ پالو له سختو ګواښونو سره مخامخ دي.
په ملګرو ملتونو کې د ارجنټاين استازې ماريا کريسټينا، چې د امنيت شورا دوره يي رئيسه ده، تر پرونۍ غونډې وروسته خبريالانو ته وويل:
دوى د جلال اباد چاودنه په کلکه غندي. هغې له ټولو هېوادونو غوښتي، هغه کسان او ډلې، چې د ترهګرو ملاتړ کوي، امکانات او مالي ملاتړ ورته پيدا کوي، محکمې ته راوکاږي.
د نوموړې په وېنا، د امنيت شورا ١٥ غړو هېوادونو نه يواځې دا بريد غندلى، بلکې د دې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره يې غمرازي او خواشيني هم څرګنده کړې ده.
بلخوا د جلال اباد ښار په تالاشۍ څلور لاري کې د يوې چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.
دا چاودنه د سی شنبې په ورځ ( د زمري ۱۵ ) تر غرمې مخکې په شاوخوا يوولسو بجو په سيمه کې د پوليسو پر يوه رېنجر وشوه.
عيني شاهدان وايي، چې چاودنه ديوه چسپکي ماين له امله شوې، چې د پوليسو پر رېنجر موټر پورې نښلول شوى و.
د جلال اباد د مرکزي روغتون مشر ډاکټر همایون زهیر وايي، چې دوی ته یو مړی او درې تنه ټپيان ور وړل شوي دي.