تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو خبرداری؛ مالي کړکېچ ۸.۳ میلیون کډوال له مرستو بې‌برخې کولی شي

د دې ادارې د یوه نوي راپور له مخې؛ یو‌ان‌اچ‌سي‌آر د شاوخوا ۵.۷۸۹ میلیارډ ډالرو له بودجوي کسر سره مخ ده.

Published

on

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ(یو‌ان‌اچ‌سي‌آر) خبرداری ورکړی، چې د دې ادارې د مالي کړکېچ له زیاتېدا سره ښايي د روان میلادي کال تر پایه نږدې ۸.۳ میلیون کډوال او په زوره بې‌ځایه شوي وګړي له اړینو مرستو بې‌برخې شي.

د دې ادارې د یوه نوي راپور له مخې؛ یو‌ان‌اچ‌سي‌آر د شاوخوا ۵.۷۸۹ میلیارډ ډالرو له بودجوي کسر سره مخ ده.

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ ز.کلونو ترمنځ د دې ادارې د لاسرسي وړ بودجه شاوخوا ۲۴ سلنه کمه شوې ده.

یو‌ان‌اچ‌سي‌ار ویلي، چې د ۲۰۲۶ز.کال لپاره د اړتیا وړ ۸.۵۰۵ میلیارد ډالرو له بودجې څخه یې تر جولای پورې ۳۲ سلنه ترلاسه کړې. په داسې حال کې، چې د دې ادارې تر پوښښ لاندې د وګړو شمېر اوس هم بې‌سارې کچې ته رسېدلی دی.

دې بنسټ خبرداری ورکړی، چې د بودجې کمېدا ښايي د کډوالو د ثبت، د ماشومانو د ملاتړ او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د قربانیانو د خدمتونو پروګرامونه له ګواښ سره مخ کړي.

یو‌ان‌اچ‌سي‌آر وايي، افغانستان ته د راستنېدونکو وګړو لپاره نغدي مرسته له ۳۷۵ ډالرو څخه ۱۷۰ ډالرو ته راکمه شوې ده.

د راپور له مخې، افغانستان سږ کال له ګاونډ هېوادونو؛ ایران او پاکستان څخه د څه باندې یو میلیون راستنېدونکو کوربه شوی دی.

دې ادارې زیاته کړې، د لګښتونو د کمولو لپاره یې په ۲۰۲۵ز.کال کې د خپلو کارکوونکو شمېر ۳۳ سلنه کم کړی او په یو شمېر هېوادونو او شاوخوا ۱۴۰ ځایونو کې یې خپل فعالیتونه محدود یا بند کړي دي.

یو‌ان‌اچ‌سي‌آر خبرداری ورکړی، چې د بودجې د کمېدا دوام ښايي د کډوالو د ملاتړ نظام نور هم کمزوری کړي او د هغو کسانو شمېر زیات کړي، چې له قانوني اسنادو یا د ملاتړ خدمتونو ته له لاسرسي پرته پاتې کېږي.

Trending

Exit mobile version