تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو دوه بسټونو له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نهشړلو غوښتنه وکړه
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ او د مهاجرت نړیوالې ټولنې له پاکستان څخه غوښتي؛ د ټولو هغو اړو افغانانو خوندیتوب دې روان وساتي، چې پناه یې غوښتې ده.
دا غوښتنه له هغې وروسته کېږي، چې د پاکستان حکومت د بې اسنادو افغانانو د شړلو پرېکړه وکړه.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) او د مهاجرت نړیوالې ټولنې (IOM) د شنبې پر ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې افغانستان د بشري حقونو له ګڼو ننګونو او په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو له سخت بشري ناورین سره مخ دی او دا ډول پلانونه د ټولو هغو کسانو لپاره، چې هېواد پرېښودو ته اړ شوي او کیدای شي له بېرته ستنېدو وروسته له امنیتي خطرونو سره مخ شي، چې دا به غوره پایلې ونهلري.
د ملګرو ملتونو دغو دوه بنسټونو ټینګار کړی پر کورني سیاست د حکومت خپلواکي او په ټوله خاوره کې د وګړو د مدیریت پر اړتیا د خلکو امنیتي خوندیتوب او ژمنې مني.
په دې اعلامیه کې راغلي: د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ او د مهاجرت نړیواله ټولنه د پاکستان له حکومت سره اوږدمهاله او ځواکمنه ملګرتیا لري او چمتو دي، چې د افغانانو د ثبت او مدیریت لپاره د هغو کسانو، چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري، د یو جامع او دوامداره میکانیزم په جوړولو کې مرسته وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ او د مهاجرت نړیوالې ټولنې له ټولو هېوادونو غوښتي، چې د افغانانو د اجباري راستنېدو لړۍ ودروي او ډاډ ترلاسه کړي، چې خپل هېواد ته د ممکنه راستنېدو لړۍ په خوندي، باعزته او داوطلبانه ډول ترسره کېږي.
تازه خبرونه
د تېرو ۴ ورځو بارانونو له کبله ۸ کسان مړه شوي
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق ويلي؛ په تېرو ۴ ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله ۸ کسان مړه شوي، درې ټپیان دي او شل هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
ملا جانان سایق دا هم ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله ۱۴۰ کورونه بشپړ او یا څه ناڅه ویجاړ شوي او ۲۰ کیلومټره سړکونه سیلابونو وړي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ٣٠ څاروي هم له منځه تللي دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاته کړې: له نېکهمرغه وروستیو اورښتونو په هېواد کې د اوبو کچه لوړه کړې، د ځمکې لاندې اوبه راپورته شوي او کروندګر خوښ دي.
ویل کیږي، چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د دولت وزارت په ولايتونو کې خپلو ټولو رياستونو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې قربانيانو ته د لاسرسي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.
تازه خبرونه
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال ۱۵۰ زره ټنه غوري سمنټ تولید شوي او هڅه کوي، چې سږ کال یې د تولید کچه ۱۸۰ زره ټنو ته ورسوي.
په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې شرکت کې د سمنټو توليد زيات شوى دى.
د بغلان غوري سمنټو د شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي ویلي؛ تېر کال مو ۱۵۰ زره ټنه سمنټ تولید او بازار ته وړاندې کړل. له نېکه مرغه په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې مونږ له ۲۰۰ میلیون افغانیو څخه زیاتې پیسې درلودې.
د بغلان د غوري سمنټو شرکت د بسته بندۍ څانګې مدیر محمد طاهر د تولیدي وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې روانې دي، چې له لوړېدو سره به یې هره ورځ ۱۰۰۰ بورۍ سمنټ تولید شي.
محمد طاهر وایي: اوسمهال، زمونږ څلور داشونه فعال دي او په څلیریشت ساعتونو کې نږدې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنو سیمنټ تولیدوو او ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د دې شرکت کارکوونکی حکیم وایي؛ له پانګوالو غواړو، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د بغلان غوري سمنټو شرکت يوه بلف کارکوونکي محمد يوسف ويلي: بايد په هېواد کې څو نورې کارخونې جوړې شي، چې د سمنټو واردات لږ شي او له خپلو توليداتو ګټه واخلو.
د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت شاوخوا ۴۰ کاله مخکې جوړ شوی او په افغانستان کې د سمنټو د تولید له سترو شرکتونو څخه شمېرل کیږي، چې د مدیریت چارې یې د ملي پرمختیايي شرکت لهخوا ترسره کیږي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه
-
نړۍ4 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه17 hours ago
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
تازه خبرونه1 day ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
لوبی5 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
-
لوبی1 day ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل