تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو دوه بسټونو له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نه‌شړلو غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۵, ۱۴۰۲)

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ او د مهاجرت نړیوالې ټولنې له پاکستان څخه غوښتي؛ د ټولو هغو اړو افغانانو خوندیتوب دې روان وساتي، چې پناه یې غوښتې ده.

دا غوښتنه له هغې وروسته کېږي، چې د پاکستان حکومت د بې اسنادو افغانانو د شړلو پرېکړه وکړه.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) او د مهاجرت نړیوالې ټولنې (IOM) د شنبې پر ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې افغانستان د بشري حقونو له ګڼو ننګونو او په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو له سخت بشري ناورین سره مخ دی او دا ډول پلانونه د ټولو هغو کسانو لپاره، چې هېواد پرېښودو ته اړ شوي او کیدای شي له بېرته ستنېدو وروسته له امنیتي خطرونو سره مخ شي، چې دا به غوره پایلې ونه‌لري.

د ملګرو ملتونو دغو دوه بنسټونو ټینګار کړی پر کورني سیاست د حکومت خپلواکي او په ټوله خاوره کې د وګړو د مدیریت پر اړتیا د خلکو امنیتي خوندیتوب او ژمنې مني.

په دې اعلامیه کې راغلي: د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ او د مهاجرت نړیواله ټولنه د پاکستان له حکومت سره اوږدمهاله او ځواکمنه ملګرتیا لري او چمتو دي، چې د افغانانو  د ثبت او مدیریت لپاره د هغو کسانو، چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري، د یو جامع او دوامداره میکانیزم په جوړولو کې مرسته وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ او د مهاجرت نړیوالې ټولنې له ټولو هېوادونو غوښتي، چې د افغانانو د اجباري راستنېدو لړۍ ودروي او ډاډ ترلاسه کړي، چې خپل هېواد ته د ممکنه راستنېدو لړۍ په خوندي، باعزته او داوطلبانه ډول ترسره کېږي.

Trending

Exit mobile version