تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۱ غړیو پر افغان نجونو او ښځو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوولس غړیو د جمعې پر ورځ ( د مرغومي ۲۳ ) په یوه ګډه اعلامیه کې له اسلامي امارت وغوښتل، چې د نجونو او ښځو پر وړاندې تعلیمي او کاري محدودیتونه لرې کړي.
دغه اعلامیه بریتانیا، امریکا، سویس، البانیا، برازیل، اکوادور، فرانسې، ګابون، جاپان، مالتا او عربي متحده اماراتو خپره کړې ده.
په دې اعلامیه کې راغلي، چې ښځې د بشري مرستو په رسولو کې مرکزي رول لوبوي او د دوی له ونډې پرته انجوګانې د اړمنو خلکو پالنه نشي کولی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړیو د څرګندونو له مخې؛ یو سوله ییز افغانستان یوازې هغه مهال شونې دی، چې د ښځو او نجونو په ګډون ټول افغانان زدکړو ته لاسرسی ولري او د دغه هېواد په پرمختګ کې د پام وړ ونډه واخلي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې له امنیت شورا غوښتي، چې په افغانستان کې د خرابېدونکي وضعیت له په پام کې نیولو سره دې د دغو بندیزونو د غندلو او ژر تر ژره د لغو کېدو غوښتنه وکړي.
د دغه ډول پرېکړه لیک لپاره د امنیت شورا د ټولو غړیو ملاتړ لا څرګند ندی.
د امنیت په شورا کې د دې ډول پرېکړه لیک د تصویب لپاره د دې شورا ۹ غړي باید رای ورکړي او البته د امنیت شورا د دایمي غړیو څخه هیڅ یو لکه روسیه، چین، انګلستان، فرانسه او امریکا یې باید مخالفت یې ونکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د دغې ټولنې د امنیت شورا له غړیو غوښتي، چې د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت د سیاستونو پر وړاندې متحد شي.
روزا اوتونبایوا د امنیت شورا د غړیو هېوادونو له استازیو سره په یوه خصوصي ناسته کې ویلي، چې د ښځو په اړه د اسلامي امارت وروستي فرمانونه د اساسي قانون له حقونو څخه سخته سرغړونه ده.
د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان ایګلن نن (شنبه) په یوه تویت کې لیکلي، چې له افغانستان څخه ډک زړه وتلی دی.
یان ایګلن څرګنده کړې: کله، چې له کابله وتلم، د تودوخې درجه د سانتیګراد منفي شل وه.
هغه زیاته کړې؛ تر هغې، چې ښځو ته د کار کولو اجازه ورنکړ شي میلیونونه کسان به مرستې ترلاسه نکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ښځو د بندیزونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړیو د څرګندونو په غبرګون کې ویلي: اسلامي امارت د دوی پر اندېښنو پوهیږي؛ خو هڅه کوي ټولې چارې د اسلامي احکامو په رڼا کې تنظیم او په هېواد کې د غیرشرعي اقداماتو مخنیوی وکړي.
هغه په ډاګه کړې؛ نړیوالو ټولنو ته په کار ده، چې زمونږ د هېواد حالات او د ملت دیني غوښتنې درک کړي او نړیوال بشري موضوعات او انساني مرستې تر سیاسي موضوعاتو پورې ونه تړي. مونږ په ټولو هغو برخو کې همکارۍ ته ژمن یو، چې زمونږ له دیني اصولو او هېوادنیو ارزښتونو سره برابرې وي.