تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو استازي له مولوي متقي سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۸, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ کابل ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره د افغانستان پر بشري وضعیت خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي؛ ریچارډ بینیټ په یوه لس ورځني سفر افغانستان ته رسېدلی؛ د نوموړي د سفر موخه د نړیوالو اصولو له مخې د بشري حقونو د وضعیت ارزونه او د افغانستان د ژمنو د عملي کولو په اړه بحث خبرې دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له متقي سره په کتنه کې افغانستان ته د خپل سفر د موخې، ټاکل شوي ماموریت او کاري پلان په اړه معلومات وړاندې کړل.

متقي له ریچارډ بینیټ څخه وغوښتل، چې باید پر حقایقو ولاړ مستند راپور وړاندي کړي؛ نه دا، چې د رسنیو، مغرضو کړیو او له افغانستان څخه د بهر مخالفو اشخاصو پر اندونو قضاوت وشي.

په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان د دیني ارزښتونو او خلکو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ته د راپور د چمتو کولو او د څېړنې د ترسره کولو په اړه توضیحات ورکړل.

د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي، چې ریچارډ بینیټ له مولوي متقي څخه د افغانستان د مثبتو پرمختګونو، اوسني وضعیت، بشري حقونو او ټولنې په اړه د مهمو معلوماتو له شریکولو مننه وکړه او ویې ویل، چې دی به خپل راپور د حقایقو پر بنسټ جوړ کړي.

ریچارډ بینیټ شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا لخوا پدې دنده وګمارل شو. د نوموړي د ګمارنې موخه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت څارنه، ارزونه او مستند کول دي.

 نوموړی له تېرو څو ورځو راپدیخوا له بېلا بېلو افغان چارواکو سره د بشري حقونو په اړه ډاډمنې ناستې تر سره کړي دي.

 د ا.ا د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له نوموړي سره په لیدنه کې ویلي: افغانستان له اوږدې مودې راپدیخوا د ملګرو ملتونو غړی دی او اوس هم د ملګرو ملتونو ټولو کنوانسیونونو ته، چې له اسلام سره په ټکر کې ندي ژمن پاتې دی.

د یادونې ده، چې افغان مشرانو د ملګروملتونو له دغه ځانګړي استازې سره په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې غواړي نړیوالې له ټولنې سره د نړیوالو اصولو او قوانینو پر بنسټ ولاړې ښې، هر اړخیزې او ډاډمنې اړیکې ولري.

Trending

Exit mobile version