تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ریچارډ بنټ پر راتګ مو بندیز لګولی – ذبیح الله مجاهد

بنټ په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له‌خوا ټاکل شوی، چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت وڅاري.

Published

on

د اسلامي امارت ویلي، چې ریچارډ بنټ ته به د افغانستان ویزه ورنکړ شي؛ ځکه، چې هغه په دې ​​هېواد کې د باور وړ کس په توګه نه‌پېژندل کیږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی، چې افغانستان ته د ریچارډ بنټ پر راتګ بندیز لګول شوی دی.

هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي، چې نوموړي ډېرو نړیوال بنسټونو ته ناسم معلومات ورکړي دي.

مجاهد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (يوناما) له مسوولينو سره، چې په کابل کې دفتر لري؛ خبرې کړي او ورته ویل شوي، چې د ملګرو ملتونو له‌خوا د بشري حقونو په اړه خپاره شوي راپورونه ردوي.

نوموړي زیاته کړې، چې بنټ بې باوره دی او افغانستان ته له راتګ او سفر څخه منع شوی؛ ځکه، چې دنده یې پروپاګند و او د باور وړ کس ندی. هغه په ​​افغانستان کې نشته او د راتلو اجازه هم نلري. هغه کوچني مسایل ستر کړل او نورو بنسټونو ته یې ناسم معلومات ورکړل.

مجاهد ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې اسلامي امارت عمومي عفوه اعلان کړه او ویې ویل: هغو کسانو، چې له عفوې څخه سرغړونه کړې؛ مجازات کیږي.

بنټ په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له‌خوا ټاکل شوی، چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت وڅاري.

هغه په ​​دې وروستیو کې ویلي، له ښځو او نجونو سره د طالبانو (اسلامي امارت) چلند د بشریت ضد جرم ګڼل کېدای شي.

Trending

Exit mobile version