تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو سرمنشي بنګله‌دېشۍ ډیپلوماټه افغانستان ته خپله ځانګړې استازې ونوموله

ربابه فاطمه د بنګله‌دېش له مخکښو ډیپلوماټانو څخه ده. نوموړې له ۲۰۲۲ز. کال راپدېخوا د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې او د لږ پرمختللو، په وچه کې راګیرو او کوچنیو ټاپوییزو مخ پر ودې هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د لوړې استازې په توګه دنده ترسره کوي.

Published

on

 

سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش بنګله‌دېشۍ ډیپلوماټه ربابه فاطمه افغانستان ته د خپلې ځانګړې استازې په توګه د دندې لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته نومولې ده.

د سرچینو د څرګندونو له مخې، امنیت شورا به د نوموړې د ګومارنې په اړه پرېکړه وکړي.

که نوموړې تائید شي؛ د روزا اوتنبایوا ځای به ونیسي، چې د ماموریت موده یې د تېر کال په سپټمبر کې پای ته رسېدلې وه.

ربابه فاطمه د بنګله‌دېش له مخکښو ډیپلوماټانو څخه ده. نوموړې له ۲۰۲۲ز. کال راپدېخوا د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې او د لږ پرمختللو، په وچه کې راګیرو او کوچنیو ټاپوییزو مخ پر ودې هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د لوړې استازې په توګه دنده ترسره کوي.

هغې له دې مخکې په ملګرو ملتونو ټولنه کې د بنګله‌دېش د دایمي استازې او په جاپان کې یې د خپل هېواد د سفیرې په توګه هم دنده ترسره کړې ده. نوموړې همداراز د کډوالۍ نړیوالې ټولنې او د ګډو ګټو هېوادونو په دارالانشا کې لوړې دندې ترسره کړي او د کډوالۍ، بشري حقونو او نړیوالې پراختیا په برخو کې یې کار کړی دی.

ملګرو ملتونو تر اوسه د نوموړې د دې نوې دندې لپاره نومونه په رسمي ډول اعلان کړي نه‌ ده.

Trending

Exit mobile version