تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو سرمنشي د کابل پر هوتل برید په کلکه وغانده
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د سې شنبې په ورځ په کابل کې پر یوه هوټل برید په کلکه وغانده او د عاملینو پر لټون او پیدا کولو یې ټینګار څرګند کړ.
په کابل کې د چینايي وګړیو پر یوه هوتل د دوشنبې پر ماسپښین وسلوالو برید وکړ؛ درې بریدګر وژل شوي او څو چینايي ملکي وګړي ټپیان دي. له داعش سره تړلې یوې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستیفن دوجاریک په ډاګه کړې، چې ګوترش د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي.
دغه راز څرګنده شوې؛ نوموړي د پېښې عاملینو ته د سزا غوښتنه کړې او ټینګار کوي، چې د ملکي وګړیو او ملکي توکو پر ضد بریدونه په کلکه منع دي.
د سې شنبې پر ورځ، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین هم دا یو ناوړه برید وباله او ویې ویل، چې چین ترې ژور ټکان خوړلی دی.
وانګ وایي؛ بیجینګ په دې اړه د بشپړې پلټنې غوښتنه کړې او د طالبانو له حکومته یې غوښتي، چې په افغانستان کې د چینایي اتباعو، بنسټونو او پروژو د خوندیتوب لپاره کوټلي او ځواکمنې هڅې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سې شنبې پر ورځ چین په افغانستان کې خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې له دغه هېواده ووځي.