تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د بیړني اوربند غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۳, ۱۴۰۰)

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش پرون (جمعه د زمري ۲۱) له طالبانو وغوښتل، چې سمدستي دې په افغانستان کې خپل بریدونه ودروي او ښکېل لوري دې د کورنۍ جګړې د مخنیوي لپاره خبرې پیل کړي.

د جګړې په ډګر کې د طالبانو پرمختګ نړیوال ویرولي او ان د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي، چې د افغانستان حالات له کنټروله وتلي دي.

ده ویلي، چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د مخنیوي لپاره باید هر څومره زر باید خبرې پیل شي او طالبان خپل بریدونه ودروي.

انټونیو ګوټرش ویلي، چې افغانستان د یو ناارامه او مایوسونکي څپرکي په درشل کې دي او دا هېواد له کنټروله وتلی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټوني ګوټرش ویلي: په افغانستان کې د ناورین څپرکی پیل شوی او بشپړه تراژیدي ده؛ د لویو ښارونو په جګړو کې ډېر ولسي وګړي وژل کیږي. ښکېلې خواوې باید جګړه و دروي او د ولسي وګړيو ژوند ته پاملرنه وکړي.

د بریتانیا لومړي وزیر هم ویلي، چې د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د بریټانیا لومړي وزیر له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان بیا د ترهګرو پرځاله بدلیدو ته پرې نږدي.

د بریټانیا لومړی وزیر بوریس جانسون وایي: له سیاسي او ډ یپلوماټیکو فشارونو به کار واخلو او نړیوالې مرستې به د فشار په توګه وکاروو، چې قانع یې کړو. اوس د جګړې د انتخاب وخت ندی.

له بلې خوا ناټو ویلي، چې په افغانستان کې خپل ډیپلوماټیک حضر ساتي.

دې ټولنې دا هم ویلي؛ که طالبان پر زور واک ونیسي، دوی او نړیواله ټولنه به یې پر رسمیت ونه پېژني.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکایي چارواکو ویلي؛ یو شمېر امریکایي سرتېري د کابل هوایي ډګر ته د خپل سفارت د کارکوونکیو او ملکي وګړیو د ایستلو لپاره راروان شوي او څه نا څه یې رسېدلي دي.

Trending

Exit mobile version