تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو کارپوهان په افغانستان کې د ښځو له وضعیته اندښمن شوي
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په اړه د امریکا د تګلارې له کبله په افغانستان کې بشري وضعیت خراب شوی دی.
کارپوهانو څرګنده کړې، چې د د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د بشري مرستو معافیت له افغانستان سره د مالي او سوداګریزو مرستو په برابرولو کې د پام وړ پرمختګ ندی کړی.
دوی ویلي، چې امریکا د افغانستان د میلیاردونو ډالرو له کنګلولو سره د افغان ښځو ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: مونږ په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه ژوره اندېښنه لرو، چې د دې هېواد له نیمایي څخه د ډېرو خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی او په افغانستان کې یې د ښځو، نجونو او ماشومانو د ژوند شرایط، عاید، کار او زدکړې تر سیوري لاندې راوستی دی، چې پر ماشومانو د دې بحران اغېزې ډېرې دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو دا هم ویلي، چې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی د افغان ښځو او نجونو لپاره یو اوږدمهاله او جدي ګواښ دی، چې د وچکالۍ او د افغانستان د نویو واکمنانو لخوا د جنسیتي توپیري چلند او د امریکا لخوا د اخیستل شویو ګامونو له کبله نور هم زیات شوی دی.
واشنګټن له هغې وروسته، چې اسلامي امارت واک ته ورسید د افغانستان ۹ میلیارد ډالر پانګه کنګل کړه او ولسمشر د فبرورۍ په میاشت کې یو فرمان صادر کړ، چې د دغې پانګې نیمایي برخه یې له افغانانو سره بشري مرستو او پاتې نوره یې د سپټمبر د یوولسمې د حملو قربانیانو ته د تاوان په توګه په پام کې نیولې ده.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اعلامیه کې راغلي، چې دولتونه او په ځانګړې توګه امریکا باید ځان ډاډه کړي، چې په افغانستان کې د دوی وروستي ګامونه له بشري حقونو څخه د سرغړونې لامل شوي ندي.
دغې ډلې دا هم ویلي، چې خپلې اندېښنې یې له واشنګټن سره شریکې کړي؛ خو ځواب یې ندی ترلاسه کړی.