سیمه ییز خبرونه

د ملی امنیت رئیس اسدالله خالد وروسته له څلور میاشتو درملنې هېواد ته راستون شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ملی امنیت رئيس اسدالله خالد له څلور میاشتو درملنې وروسته د چهارشنبې په ورځ ( د وري ۱۴ ) له  امریکا نه هیواد ته راستون شو.

اسدالله خالد مخكې له دې، چې د ملي امنيت د رئيس په توګه وټاكل شي، د غزني او كندهار د والي او د سرحداتو د وزير په توګه دنده تر سره كړې وه.

اسدالله خالد د تېر كال د ليندۍ په شپاړسمه د كابل په تايمنيو كې د ملي امنيت په يوه ميلمستون كې د يوه ځانمرګي بريد ګر په بريد كې سخت ټپي شو او وسله والو طالبانو د بريد مسئوليت پر غاړه واخيست.

اسدالله خالد په كابل كې له څو وروځو درملنې وروسته امريكا ته د درملنې لپاره واستول شو. ويل كېږي، چې اسدالله خالد به ډېر ژر خپلې دندې ته حاضر شي.

Trending

Exit mobile version