تازه خبرونه

د مل پاسوال عبدالرازق وژل کیدل بهرني او کورني اړخونه لري- ستانکزی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان امنیتي بنسټونو ویلي، چې د کندهار ولایت د پخواني امنیه قومندان مل پاسوال عبدالرازق وژل کیدل بهرني او کورني اړخونه لري، چې پایله به یې ډېر ژر له خلکو سره شریکه شي.

ولسي جرګي د کندهار پخواني امنیه قومندان او په مجلس کې د هلمند د خلکو د یوه استازي د وژل کیدو په تړاو امنیتي مسوولین ولسي جرګې ته د وضاحت ورکولو لپاره ورغوښتي وه.

د ملي امنیت لوی رییس وايي، پر امنیه قومندان د برید طرحه ډېره پېچلې ده، چي طالبان د داسې بریدونو توان نلري او دا  برنامه د ګاونډ هېوادونو استخباراتو لخوا طرحه شوې ده.

د ملي امنیت لوی رییس معصوم ستانکزي د دې مطلب د څرګندولو تر څنګ وویل، چې د دې برید طرحه په پاکستان کې جوړه شوې او طالبان د دا ډول بریدونو توان نلري.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې تړاو دوه ویشت تنه هم نیول شوي دي.

ښاغلي ستانکزي په دی اړه، چې څنګه نفوذی کس توانیدلی په اړوند مهمې امنیتي ناسته کې وسلوال حضور پیداکړي؛ داسې وویل: دښمنان هڅه کوي، چې خپل نفودي کسان په امنیتي ځواکونو کې ځای پرځای کړي. دغه راز ستره موضوع د ضمانت رامنځته کیدل دي؛ سره له دې، چې دا خبر هم تر لاسه شوی، چې نفوذي کسان په پولیسو کې ګومارل کیږي او ان د امنیت لاسونه تړل کیږي.

کورنیو چارو وزارت ويلي، چې پولیسو په دیارلس پړاوونو کې د امینتي کمرو تصاویر او ټول مدارک او شواهد څېړلي، چې د خلکو ذهنیتونه د ښاغلي اڅکزي د ترور په اړه  ګډوډ نشي.

د کورنيو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي: برید کوونکی ګلبدین نومیده، چې د غزني ولایت اوسیدونکی و. پولیسو د کندهار برید په اړه ټول شواهد او مدارک په دیارلس پړاوونو کې څېړلې او ملي امنیت ته یې سپارلي دي. دغه برید دننه په هېواد کې نه، بلکې له پلو بهر پلان شوی و.

ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي ټینګار کوي، چې افغانستان د دښمن له لوړ ګواښ سره مخ دی او د ترهګرو نړیوالو ملاتړیو د خلکو پر وړاندی جبهه نیولې ده.

نوموړي دا هم ویلي؛ هڅه کوو، چې رامنځته شوې تشې ډکې کړو، له خلکو ساتنه وکړو او د خلکو په ملاتړ د سترو دسیسو مخه ونیسو.

هغه زیاته کړې، چې د سترو دسیسو مخنیوی یوازې د پوځیانو کار ندی، خلک باید له خپلو ځواکونو ملاتړ وکړي.

د ولسي جرګې دوه یم مرسیتال امیر خان یار له بشپړ ټینګار سره وايي؛ ترهغې، چې د کندهار پر امنیه قومندان رازق د برید په اړه ټول اړخونه روښانه نشي د خلکو قناعت هم تر لاسه کیدی نشي.

هغه زیاتوي؛ مونږ نه قناعت کوو او نه چوپتیا غوره کوو. باید د مل پاسوال وژونکي د خپلو اعمالو پر جزا ورسیږي او د نورو بریدونو مخه دې هم ونیول شي.

د یادونې ده، چې د ولسی جرګې لخوا امنیتی مسوولین د ټاکنو پر ورځ د امنیت ساتنې له کبله هم وستایل شول.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version