نړۍ

د منځني ختیځ جګړه د نړۍ اقتصاد ته ګواښ دی

د دغو بنسټونو چارواکو ویلي، چې د نړۍ د اقتصادي ودې وړاندویېنه کمه شوې او په مقابل کې به د انفلاسیون کچه لوړه شي.

Published

on

د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک خبرداری ورکړی، چې د منځني ختیځ جګړې؛ له کووېډ-۱۹ او د اوکراین جګړې وروسته به د درېیم ستر اقتصادي ناورین په توګه پر نړیوال اقتصاد پراخ اغېز ولري.

د دغو بنسټونو چارواکو ویلي، چې د نړۍ د اقتصادي ودې وړاندویېنه کمه شوې او په مقابل کې به د انفلاسیون کچه لوړه شي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ مخ پر پرمختیا هېوادونه او نوې راټوکېدلي اقتصادونه به د انرژۍ د بیو د لوړېدا او د ځنځیري عرضې د ګډوډۍ له کبله تر ټولو ډېر زیان وویني.

د نویو اټکلونو له مخې؛ د دغو هېوادونو اقتصادي وده به په ۲۰۲۶ ز.کال کې شاوخوا ۳.۶۵ سلنې ته راټیټه او که جګړه دوام ومومي کېدی شي تر ۲.۶ سلنې پورې هم راکښته شي.

همدارنګه اټکل شوی، چې انفلاسیون یا د بیو لوړېدا به ۴.۹ سلنې ته پورته شي او په له دې بدې سناریو کې به ۶.۷ سلنې ته ورسېږي.

د پیسو نړیوال صندوق دا خبرداری هم ورکړی، چې د ناورین د غځېدا په صورت کې به په نړۍ کې شاوخوا ۴۵ میلیون نور کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ شي.

دغه راز دغو بنسټونو له بې‌وزلو هېوادونو سره د بېړنیو مرستو د اړتیا یادونه کړې او ټینګار یې کړی، چې د ناورین د غځېدا د مخنیوي لپاره ورته د میلیارډونو ډالرو مالي ملاتړ اړین دی.

اقتصادي کارپوهانو ویلي، چې حکومتونه باید د بیو د لوړېدا د څارنې لپاره لنډمهالې موخې او کړنې ترسره کړي؛ ځکه پراخې او بې‌پروګرامه تګلارې د انفلاسیون زیاتېدا رامنځته کولی شي.

در همین حال، این نهادها از نیاز فوری کشورهای کم‌درآمد به کمک‌های اضطراری خبر داده و تأکید کرده‌اند که میلیاردها دالر حمایت مالی برای جلوگیری از تشدید بحران ضروری است.

کارشناسان اقتصادی می‌گویند دولت‌ها باید اقدامات هدفمند و موقتی برای مهار افزایش قیمت‌ها روی دست گیرند، زیرا سیاست‌های گسترده می‌تواند به افزایش بیشتر تورم منجر شود.

Trending

Exit mobile version