تازه خبرونه
د موجوده نظام په ساتلو کې باید بې پروايي ونهشي
د مرغومي پر شپږمه په کابل کې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو لهخوا د یادښت غونډه جوړه شوه او د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال خبرداری ورکړ، چې د نړۍ هېوادونه باید له دغو پېښو عبرت واخلي او په افغانستان کې د مداخلې، نیواک او اشغال فکر پرېږدي.
د اسلامي امارت د لوړ پوړیو چارواکو په حضور کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د څلورڅلوېښتمېې کلیزې د یادښت مراسم ترسره شول.
په دې مراسمو کې د ریاست الوزرا سياسي مرستيال عبدالکبیر د شوروي يرغل او پر افغانستان د امريکا او ناټو لهخوا شل کلن نیواک د افغانستان د خلکو لپاره ويجاړونکي یاد کړ او څرګندوي، چې د دغو قدرتونو له ماتې باید د نړۍ نور قدرتونه او ګاونډیان درس واخلي او په افغانستان کې د لاسوهنې او مداخلې فکرونه له سرونو وباسي.
د ریاست الوزار اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي: امریکایانو د سولې د خبرو پر مهال باور درلود، چې افغانستان ته د اسلامي امارت له راتګ سره به وینه توییږي؛ خو د اسلامي امارت د مشر د بښنې پر فرمان ټول مخالفان معاف او د وینو تویولو مخه ونیول شوه.
عبدالسلام حنفي وایي: ټول سیاسیون له ټولو افغانانو سره یو شان حقوق لري او مونږ ټولو ته عمومي بښنه اعلان کړې ده. ټولو پخوانیو او اوسنیو مامورینو ته له ملي بودجې معاشونه ورکول کیږي او له انکشافي بودجې څخه د مرکز په ګډون ټولو ولایتونو او ولسوالیو ته پراختیایي ونډه په پام کې نیول شوې او ملي عواید به د هېواد د پرمختګ لپاره ولګول شي.
د عبدالسلام حنفي د څرګندونو له مخې؛ د ټولو نړیوالو معیارونو خلاف (۸۰۰ ) زره افغان کډوال له ګاونډ هېوادونو جبري ایستل شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي متقي په دې مراسمو کې څرګنده کړې، چې د افغانستان دښمنان اوس هم د افغانستان د بېثباته کولو هڅې کوي.
نوموړی وايي، چې د نظام په ټینګښت کې باید غفلت ونهشي.
دغه راز د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ويلي، چې د تېرو شل کلونو جهاد د واک د ترلاسه کولو او په واک کې د شریکېدو لپاره نه و؛ د موجوده نظام په ساتلو کې باید هیڅ ډول بې پروايي ونهشي.
د سراج الدین حقاني د څرګندونو له مخې، نظام باید د خلکو د ستونزو مسوول وي.
هغه ویلي؛ مونږ باید له خپل جهاده عبرت واخلو؛ دلته پارلماني او جمهوري نظام نهدي، دلته اسلامي نظام حاکم دی او سوتونزې به د مسوولو خلکو سره په همکارۍ کې حلوو.
له نن څخه څلورڅلویښت کاله مخکې د ۱۳۵۸ لمریز لېږدیز کال د مرغومي پر شپږمه د پخواني شوروي اتحاد پوځي ځواکونو پر افغانستان د ځمکې او هوا له لارې برید وکړ، چې له کبله یې یو میلیون افغانانو ته مرګ او ژوبله واوښته او میلیونونه افغانان نورو هېوادونو ته کډوال شول.