لوبی
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په پېنځمه لوبه کې د موج ساحل لوبغاړي شاه نصیر نوري جوانان واحدي لوبډلې ته د ډګر له نیمایي څخه پخپل زړهراکښونکې ګول یو د صفر پر توپیر بریا خپله کړه.
د دغو سیالیو په شپږمه لوبه کې، چې پر همدې ورځ ترسره شوه؛ میوند لوبډلې عد الت فراه ته ۲ پر ۱ماتې ورکړه.
د لوبې لومړی ګول د عدالت فراه له لوري عبدالعلي واحدي په شپږدېرشمه دقیقه کې ترسره کړ؛ خو د میوند لوبډلې رحیم الله د لوبې د لومړۍ نیمايي له پای ته رسېدو لږ مخکې لوبه مساوي کړه.
عبدالرحمن محمدي د لوبې په دوهیمه نیمایي کې ګټونکی ګول ترسره کړ او لوبډلې ته یې د ډګر بریا ورپر برخه کړه.
نن سې شنبه ( د غویي څلورمه ) غرمه مهال یوه بجه به ابو مسلم فراه له خراسان فاریاب سره او له غرمې وروسته درې نیمې بجې به سرسبز یاشلر د عینو مېنې پر وړاندې لوبه وکړي.
دغه سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.