تازه خبرونه

د مور بم او توماهاګ توغندي پر کارولو مو نړۍ ته خپل ځواک ښودلی- مایک پنس

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د ولسمشر مرستیال ویلي، چې په افغانستان کې د مور بم یا تر ټولو د ستر غیراتومي بم  او په سوریه کې  پر توماهاګ توغندیو د موخو پر ویشتو مو نړۍ ته خپل زور ښودلی دی.

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس د دونالد ترمپ د سلو کاري ورځو د بشپړیدو په مراسمو کې وویل، چې ترمپ په افغانستان او سوریه کې داسې ګامونه پورته کړل، چې نړۍ ته یې د امریکا ځواک ور وښود.

د نوموړي په وینا؛ نړیوالو د امریکا د ولسمشر ځواک درک او په افغانستان او سوریه کې یې د امریکا ځواک او اعتبار یو ځل بیا په ډاګه کړ.

امریکا دوه اوونۍ مخکې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر مرکزونو تر ټولو ستر غیر اتومي بم وغورځاوه او په سوریه کې یې د بشار الاسد پر هوايي ځواک د توماهاګ میزایلو برید وکړ.

مایک پنس وایي، له ولسمشر ترمپ مننه، چې داعش یې په عراق او سوریه کې د تېښتې سره مخ کړی دی. مونږ به تر هغو کرار نه کښیننو، چې داعش مو له منځه نه وي وړی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دوه سوه سمندري سرتېري یو ځل بیا هلمند ولایت ته را ګرزيدلي دي.

د امریکا سمندری سرتېری جورج کادویل څرګندوي؛ زه عجیب او غریب احساس لرم، چې دلته راغلی یم. ما دلته مخکې هم وخت تېر کړی او دنده مې تر سره کړې؛ خو زه نه غواړم دا سیمه بیا نا ارامه شي.

د امریکا میلیتري تایمز ورځپاڼې د دغه هېواد د پوځ د مشرانو د څرګندونو له مخې لیکلي، چې د امریکا دولت افغانستان ته د درې یا پېنځه زره سرتېرو پر استولو غور کوي.

ویل کیږي، چې څو ورځې وروسته به سپینه ماڼۍ په دې اړه خپله پرېکړه وکړي او دغه راز به د افغانستان لپاره خپل وروستي دریځ په بروکسل کې د ناتو ناستې ته اعلان کړي.

خبریال: فهیم نوري

Trending

Exit mobile version