نړۍ

د موزمبیق په سواحلو کې د کښتۍ د ډوبیدو له کبله له ۹۰ ډېر کسان مړه شول

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۰, ۱۴۰۳)

د موزمبیق چارواکو په ډاګه کړې، چې د دې هېواد په شمالي ساحل کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له کبله له ۹۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

د فرانسې خبري سرچینې څرګنده کړی: دا کښتۍ، چې د کب نیولو لپاره جوړه شوې وه؛ په کې ۱۳۰ کسان سپاره ول او د نامپولا ولایت ته نږدې یوه ټاپو ته د رسیدو په وخت کې له ستونزو سره مخ شوه.

په نامپولا ولایت کې یوه چارواکي جیمي نټو ویلي: دا، چې کښتۍ له مسافرو ډکه وه او د وړلو لپاره مناسبه هم نه‌وه؛ نو ډوبه شوه او ۹۱ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

هغه زیاته کړې، چې په ټپیانو کې ماشومان هم شته دي.

ژغورونکیو پېنځه پاتې کسان موندلي دي.

جیمي نټو ویلي، چې ډېري مسافرو هڅه کوله، چې د کولرا ناروغۍ په اړه د ناسمو معلوماتو له کبله؛ وتښتي.

د حکومتي څرګندونو له مخې؛ د جنوبي افریقا په بې‌وزله هېواد موزمبیق کې د اکتوبر له میاشتې راپدیخوا د کولرا شاوخوا ۱۵۰۰۰ پېښې ثبت شوي او ۳۲ کسان یې مړه کړي دي.

د دغو پېښو یو پر درېیمه برخه د نامپولا په سیمه کې دي.

 

(AFP)

Trending

Exit mobile version