تازه خبرونه

د موټرو د ترمیم ستر مرکز په کابل کې پرانیستل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د لومړي ځل لپاره د موټرو د ترمیم ستر مرکز په کابل کې پرانیستل شو.

په دې مرکز د یوه سوداګر له خوا څه باندې یو میلیون ډالر پانګونه شوې.

په دې مرکز کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابریږي.

ویل کیږي چې دې ته ورته مرکزونه به په نږدې راتلونکې کې په څلورو نورو ولایتونو کې هم جوړ شي.

د موټرو د ترمیم په دې مرکز کې د دې تر څنګ چې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابریږي، هغو محصلینو ته هم د وړیا زدکړو موقع په لاس ورځې چې د موټرو د ترمیم په برخه کې تحصیل کوي.

حامد ثمر چې په دې مرکز یې څه باندې یو میلیون ډالر لګولي، وایی چې په نږدې راتلونکې کې به په څلورو نورو ولایتونو کې هم دې ته ورته مرکزونه پرانیستل شي.

له دی پانګونې څخه مو موخه داده تر څو دهیواد په دغه خرابو شرایطو کې هم خلکو ته کار برابر کړو او هم دهیواد په پرمختګ کې ونډه اخلو او ډیر ژربه دموټرو د پرزو تولید هم پیل کړو.”

د سوداګرۍ او صنایعو خونه باوري ده چې پانګوالو د خلکو په وړاندې خپل مسولیتونه ادا کړي او حکومت هم باید د سوداګرو او پانګوالو د امنیت ساتنې په تړاو خپل مسولیتونه پر ځای کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مالي مرستیال احمد توفیق داوري:      

افغان سوداګر د خپلو مسولیتونو له مخې، په دې ناڅرګند حالت کې هم پانګونه کوي، دولت هم باید د پانګوالو د ساتنې په تړاو خپل مسولیتونه پر ځای کړي.

دصنعتکارانو د ټولنې مرستیال عبدالجبار صافی خک ټینګار کوي چې دولت باید د سوداګرو غوښتنې چې د ځمکو، برښنا او نورو خدمتونو په برخه کې دي، پوره کړي.

د ښاغلي صافي په خبره دولت تر اوسه پانګوالو ته په دې برخه کې د خدمتونو د برابرولو لپاره څه نه دي کړي.

دوه ورځې وړاندې هم یوې لویې آسیایی کمپنۍ چې مرکز یې په دوبۍ کې دی، په افغانستان کې په ساختماني برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې وه.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version