سیمه ییز خبرونه

د ميوو صادرات پنځه شپېته په سلو كې زيات شوي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د ميوو صادرات په روان كال كې پنځه شپيته په سلو كې زيات شوي دي. د افغانستان د كرنې او مالداري وزارت د دې مطلب په څرګندولو سره وايي، په ټول هېواد كې شپږ سيمه ييز زونونه جوړ شوي، چې د كرنې له ودې سره مرسته وكړي.

افغانستان يو له هغو هېوادونو دى، چې ميوې يي زياتې خوندورې دي. بادام، انګور او انار د افغانستان په هغو ميوو كې راځي، چې نړيوال شهرت لري، خو لكه چې ليدل كېږي د افغانستان كرنيزو محصولاتو ته بازار موندنه كې ستونزې شته.

د كرنې او مالداري وزير محمد آصف رحیمي وايي:

په وروستيو كلونو كې نهه سوه کلکسیونونه جوړ شوي، چې د عمده ميوو څوارلس نسله په كې شامل دي.

بلخوا د اروپايي ټولنې استازى فرانس میشل میلین له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ وركړ، او د كرنې وده يي افغانستان ته مهمه وبلله.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان اقتصاد يوه پياوړي زراعت ته اړتيا لري، او دې كې شك نشته چې د افغانستان يوه ستره ننګونه دا ده، چې راتلونكى اقتصاد يي پايدار نه دى او دا چې څرنګه د بهرنيانو له وابستګي وژغورل شي. په راتلونكې كې مهمه دا ده چې افغانستان صنعتي شي او كرنه د دې برخې يو مهم اصل دى.

په افغانستان كې اكثريت خلك په كرنه بوخت دي، او له همدې لارې خپلې اړتياوې پوره كوي.

افغانستان ته د ميلياردونو ډالرو له مرستو سره سره لا هم د كرنې د پراختيا لپاره زيات كار نه دى شوى.

Trending

Exit mobile version