نړۍ

د مکسیکو هېواد د رښتر ۷ درجې زلزلې ولړزاوه

Published

on

یوې زورورې زلزلې د سې شنبې پر شپه د آکاپولکو ساحل ته نږدې د مکسیکو په سویل لویدیځ کې رامنځته شوې، چې له کبله یې ډبرو ښویېدو ودانیو ته زیان رسولی. تر دې دمه له ځاني زیانونو څه ویل شوي ندي.

دې زلزلې د آکاپولکو شاوخوا غرونه ولړزاول؛ ونې یې راوغورزولې او کاڼې یې پر سړک  راوغورزول.

د مکسیکو ولسمشر انډرس مانویل لوپز اوبراډور ویلي؛ زلزلې له غرونو ډبرې راغورزولي، دیوالونه ویجاړ شوي او لارې یې تړلې؛ خو د آکاپولکو، ګاپروکو ایالت ته ډېر زیان ندی اوښتی.

آکاپولکو د مکسیکو له ښاره ۳۷۵ کیلومتره لرې دی.

رویټرز د یوه شاهد د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ د مکسیکو ښار په روما سور کې څراغونه مړه کړل او وېرېدلي خلک بهر راووتل. ان د خوب جامې یې پر غاړه وې. د اړوند سیمې اوسیدونکي په باران کې ولاړ ول او ماشومانو کورني څاروي په غېږ کې نیولي وه او ډېره اندېېښمن ول، چې په تورتم کې څنګه کورونو ته ولاړ شي.

د مکسیکو اړوند ادارې ویلي، چې زلزله په پیل کې د رښتر اووه اعشاریه څلور درجې وه، چې بیا وروسته اووه ته را ټیټه شوه.

دغه راز ویل کیږي، چې ژوروالی یې دولسنیم کیلومټره و.

Trending

Exit mobile version