نړۍ

د مکسیکو په یوه تفریحي سیمه کې وسله‌والو د یوه ماشوم په ګډون ۷ کسان وژلي

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۷, ۱۴۰۲)

رویترز راپور ورکړی، چې د شنبې پر ورځ د شمالي امریکا د مکسیکو د مرکزي ایالت ګواناجواتو په یوه دمه‌ځای (تفریحګاه) کې د وسله‌والو کسانو پر برید یو ماشوم او شپږ لویان وژل شوي دي.

یادې سرچینې د چارواکو د څرګندونو له مخې په داګه کړې، چې په دې سیمه کې د مخدره توکو د کارتلانو تاوتریخوالی مخ پر ډېریدو دی.

د ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویدیو ښیي، چې پېښه د ګواناجواتو ښار سویل لوري ته شاوخوا ۶۵ کیلومتره لرې له کجورو څخه په ډک کورتازار ښارګوټي کې رامنځته شوې ده.

د کورتازار د سیمه ییز امنیت ادارې ویلي، د هغو ډزو ترشاه، چې په کې یو اووه کلن ماشوم، درې نرینه او درې ښځې وژل شوي؛ د چا لاس لرل تائید شوي ندي. دغه راز د لا پالما په دمه‌ځای کې یو کس سخت ټپي شوی هم دی.

د راپور له مخې؛ په دې وروستیو کلونو کې د مخدره توکو کارتلانو د قاچاقي لارو د څارنې لپاره له کرکې ډک وحشیانه سیالۍ او جنګونه پیل کړي دي.

له برید وروسته په اخیستل شوې ویدیو کې هغه لویان او ماشومان حیران پاتې ښکاري، چې د لامبو حوض ته نږدې له مړو تېریږي.

یو ناپېژندل شوي کس، چې ویدیو اخیستې قاتلان مزدور وسله‌وال بولي، چې پر درندو وسلو سمبال ول او دا پېښه یې رامنځته کړه.

رویترز نشي کولی په خپلواکه توګه د ویدیو دا مینځپانګې تائید کړي.

د کورتازار د امنیت ادارې په ډاګه کړې: له برید وروسته برید کوونکي تښتېدلي دي.

Trending

Exit mobile version