تازه خبرونه
د میانمار حکومت پر آنګ سان سوچي د فساد تور ولګاوه
(Last Updated On: غبرګولى ۲۱, ۱۴۰۰)
د میانمار پوځي چارواکو د دې هېواد ګوښه شوې مشره آنګ سان سوچي پر مالي فساد تورن کړې ده.
له پوځي کودتاه وروسته د هغې پر وړاندې دا ترټولو جدي تور دی.
د میانمار محکمې د دې هېواد پخوانې مشره آنګ سان سوچي د پیسو او سرو زرو پر تر لاسه کولو تورنه کړې او که دا تور پرې ثابت شي؛ نو پر ۱۵ کلونو بند به محکومه شي.
هغه د ناقانونه وارداتو او عامه ناکرارۍ د هڅولو په ګډون له شپږ نورو تورونو سره هم مخ ده.
میرمن سوچي د روان کال په فبرورۍ میاشت کې پرې د دې هېواد پوځیانو کودتا ترسره کړه او له دندې یې ګوښه او په کور کې نظربند ساتل شوې ده.