نړۍ
د میانمار په کودتا کې آنګ سان سوچي نیول شوې
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د میانمار پوځي چارواکو د دغه هېواد د غوره شوې مشرې آنګ سان سوچي پر ضد کودتا کړې ده.
د راپورونو له مخې، سوچي او د میانمار څو لوړ پوړي چارواکي نیول شوي دي.
د دغه هېواد د پوځي چارواکو د یوې ټلویزیونې څرګندونې له مخې، دغه کودتا د ټاکنو د درغلیو په غبرګون کې رامنځته شوې ده.
د اعلامیې له مخې، واک پوځي مشر ته سپارل شوی او تر بل کاله په هېواد کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په پلازمېنه کې عام بازارونه ، مخابراتي شبکې او انټرنیټي خدمات د لاسرسي وړ ندي.
امریکا د سوچي نیول غندلي او څرګندوي، چې امریکا د ټاکنو د پایلو بدلولو له هرې هڅې سره مخالفت کوي او خبرداری یې ورکړی، چې که دا هڅې جبران نشي؛ دا هېواد به په دې اړه اقدام وکړي.
